وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

ولسمشر د کډوالو د ستونزو حل ته یو کمیسیون جوړ کړ

 افغان ولسمشراشرف غنی وایی، چې د کډوالو د ستونزو حل د دوی د کارونو په سر کې وو او په همدې موخه یې د کډوالو عالی کمیسیون ایجاد کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر دغه څرګندونې تېره ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالی کمیشنر انتونیو ګوترس سره د لیدنې پر مهال وکړې.
a href=”https://www.oqabnews.com/wp-content/uploads/2015/05/n00065806-b.jpg”>n00065806-b
له ولسمشرۍ مانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه وایی، ولسمشرغنی وویل چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې کې د پیل شوو عملیاتو له امله دا مهال ګڼ شمېرکسان افغانستان ته کډوال شوی دی. باید وویل شی، چې د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمی بلخی او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالی کمیشنر انتونیو ګوترس هم تېره ورځ د افغان کډوالو په اړه خبرې اترې وکړې. د کډوالو چارو وزیر هم وویل چې د کډوالو ستونزې د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې دی، او تر ډېره هڅه کوی، چې دغه ستونزې حل شی. په ورته وخت کې د ملګروملتونو سازمان د مهاجرینو کمیشنر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزی سره هم ولیدل. د بهرنیوچارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی چې دواړو لورو افغانستان ته د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د راغلو کډوالو او په بهرکې د افغان کډوالوپه اړه خبرې کړی دی.

Comments are closed.