خامنه ای: نړیوالو ته د پوځی تاسیساتو د لیدلو اجازه نه ورکوو
خامنه ای:
نړیوالو ته د پوځی تاسیساتو د لیدلو اجازه نه ورکوو
د ایران مذهبی مشر ایت الله علی خامنه ای وایی چې نړیوالو مفتشانو ته به اجازه ورنه کړی چې د ایران پوځی مرکزونه څخه لیدنه وکړی. نوموړی دغه څرګندونې تېره ورځ د نویو فارغ شویو افسرانو یوې غونډې ته وکړې.
خامنه ای ویلی چې نړیوالې ټولنې ترې غوښتې چې د دوی اټوم پوهان غواړی چې د ایران له پوځی تاسیساتو څخه لیدنه وکړی، خو نوموړی وایی چې دوی به هېڅکله هم نړیوالې ټولنې ته د دې اجازه ورنه کړی چې د ایران پوځی مرکزونه او اټومی پروګرام وڅیړی.خامنه ای ویلی چې دا د ایران د ملی حاکمیت او خپلو قهرمانو افسرانو توهین دی. بلخوا بیا د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ایران د مذهبی مشر ایت الله علی خامنه ای دا ډول څرګندونې د اندېښنې وړ بولی او وایی چې د ایران دا ډول دریځ به د دغه هېواد او نړیوالې ټولنې تر منځ وضعیت نور هم ترینګلی کړی. بنیامین نتنیاهو په بیت المقدس کې یوې خبری غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ایران دې هڅه وکړی چې له نړیوالې ټولنې رامنځته شوې بې اعتمادې له منځه یوسی او د نړیوالې ټولنې پرېکړو ته دې احترام وکړی. نشرونکی: ژمن
Comments are closed.