وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

ننګرهار کې د ٢٢ میلونه ډالرو دوه پروژو پرانسته وشوه

په ننګرهار ولایت کې د دوه میلیونه امریکایی ډالرو په مالی لګښت د دوه ټولګټو پروژو پرانسته وشوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه پروژو پرانسته په یاد ولایت کې د سیمه یزه چارواکو او د پلازمینې مرکز څخه د ورغلی سرپرست وزیرانو له لوری تر سره شوه.
د ننګرهار د کرنې او مالداری سرپرست وزیر سلیم کندوزی وایی، په دغه پروژو کې د کانال پروژه وه چې څه د پاسه شپاړس میلونه ډالرو په ارزښت ده او بله هم د لبنیاتو د پروسس د فابریکې پروژه وه کوم چې کابو ۶ میلونه ډالره پر لګښت راغلی.
دی زیاتوی، چې دې پروژې ته به پرمختګ او پراختیا ورکوی او هڅه کوی، چې د ورته پروژو په پلی کولو سره د وطنې تولیداتو اندازه زیاته شی.
په ورته وخت کې د سوداګری سرپرست وزیر مزمل شینواری وایی، چې کورنۍ صنعات د پرمختګ په موخه په وراداتی توکو باندې تعرفی لوړوی.
دغه راز د ننګرهار سرپرست والی مولوی عطاالله لودین وویل هڅه به وکړی ترڅو د لبنیاتو د یادی فابریکې امنیت تامین او د برښنا ستونزه ورته حل کړی.

Comments are closed.