وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

شپیګل مجله: ناټو په افغانستان کې په سلګونو بې ګناه افغانان وژلی دی

د المان شپیګل مجلې په دې وروستیو کې د امریکا د استخباراتی ادارې پټ اسناد خپاره کړی، چې په ډاګه کوی، د ناټو ځواکونو په ډېرې بې پروایۍ سره لسګونه افغانان د مشکوکو طالبانو د هدف ګرځولو په بدل کې وژلی دی.
دغه پټ اسناد د امریکا د استخباراتی او ملی امنیت ادارې اړوند دی، چې د سی آى اې د پخوانی قرار دادی اډوارډ سنوډن له خوا شپیګل مجلې ته ور کړل شوی دی. په دې اسنادو کې راغلی، چې د ناټو پوځیانو د طالبانو د منځپوړو کسانو او د نشه یی توکو د قاچاقبرانو نوملړ (د مشروع موخې) په نوم ترتیب کړی و او د دغې موخې د ترلاسه کولو لپاره حتا د ناټو پوځیان چمتو و، چې لسګونه بې ګناه افغانان و وژنی. د ناټو یو سرتېری په دې اړه وایی:”په دغه لېست کې منل شوی اصول دا وو، چې که چېرې د هدف ترلاسه کولو لپاره په عملیاتو کې لس تنه ملکی کسان وژل کېږی، نو باید د ایساف له قوماندان سره اړیکه نیول شوې وای. ځکه افغان امنیتی ساتونکو، موټر چلوونکو او نورو کسانو ته د دښمن په سترګه کتل کېدل او ایساف ځواکونو یوازې ماشومان او مېرمنې ملکی کسان ګڼل او بس.” په دغو اسنادو کې په کابل کې د ناټو افسرانو له خولې ویل شوی، کله چې د ناټو پوځیانو د جګړې په میدان کې کومه موخه تثبیتوله، نو ترې پوښتل کېدل چې پر دغه هدف د برید په پایله کې به څومره ملکی کسان ووژل شی؟ نو په دې ترتیب کله چې د ټیتې کچې موخې په بدل کې لس کسان وژل کېدل، نو برید به یې پرې کاوه.

Comments are closed.