وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

مسلمان ووژنه، عزت یې مه وژنه

د تیروشنبې په شپه د پلازمینې کابل څنډه پغمان کې په ۸ میرمنو جنسي برید شوی. ماسختن ۹ بجې ناپیژانده وسله والو له واده راګرځیدونکي دوه موټر د کابل-قرغې سړک، ده عربان سیمه کې درولي. ښځې او دوه سړي یې په زور له موټرو کوز کړي او د ښځو د ګاڼو له لوټلو سره یې سړي ښه ډبولي او په ښځو یې تیری کړی.14 تنه د انسان په نامه لیوانو تر سهاره میرمنې، چې یوه پکې حامله وه، بې پته کړي. یوې ۱۸ کلنې پیغلې وروسته په استقلال روغتون کې ژوند له لاسه ورکړی. یادو کورنیو د عزت د خونديتوب له پاره خبره غلې ساتلې، خو د روغتون له لارې خبره پولیسو او بیا رسنیو ته رسیدلې. د کورنیو چارو وزارت له پیښې یوه اونۍ وروسته پیښه منلې او د مجرمینو په نیولو یې لاس پورې کړی. ښاغلي حامد کرزي څرګنده کړې، چې مجرمینو ته د مرګ سزا په لاسلیک کولو کې به ځنډ ونکړي.

بل بلو ته د ځوانانو فعالان، د ښځو فعالان، د بشري حقونو فعالان او مدني ټولنه ټول په مرګوني خوب ویده دي. سترګې یې پیسو، امتیازاتو او بهرني سفرونو ړندې کړي. ریښتیا هغوی به د ناټو کنفرانس ته په تیارۍ بوخت وي. یا به له کاندیدانو نه په دغه او هغه نامه وعدې اخلي. او یا به یې د یوه او بل سفارت دروازو ته لاسونه نیولي وي. له یادې کورنۍ او ولس سره د همدردۍ لپاره وخت نه مومي. دوی خو لاریون هله کوي، چې یا امریکایان مړه وي او یا د لاریون پیسې په اډوانس کې کومې موسسې یا سفارت ورکړي وي.

له بلې خوا په دولت کې د ښځو اړونده څومره وزارتونه، ریاستونه او ادارې دي. خولې یې ګنګې او سترګې یې پوچې دي. کله، چې له بهر نه د پیسو د مرستو خبره وي، خولي وشکوي، چې ښخو ته خدمت کوي. خو نن، چې د ولس په عزت تیری شوی او د بې وزله میرمنو لمنې څیرې شوي، نه وزارت معلومیږي نه ریاست، نه کومه بله اداره. دولت په ټوله کې د پیښې په اړه پوره بې غیرتي وښوده. وکیلانو نه خو ګیله ځکه نه کیږي، چې خیټې یې ډیرې لویې دي؛ ایله د هغو ډکولو ته وزګاریږي.

د دې ډول پیښو په اړه د ولس، دولتي او نادولتي موسسو، نړیوالې ټولنې، مدني ټولنې او رسنیو داسې غبرګون پکار دی، لکه د دوی د خپلې کورنۍ په غړو، چې تیری شوی وي. که د میرمنو پت او د سړیو عزت مو خوندي نه وي، بیا نو اور ته ولویږه داسې ازادي او داسې پرمختګ.

مدثر اسلامی

 

 

Comments are closed.