وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د کار پر مهال فیزیکی فعالیت او خوځښت د روغتیا لپاره اړین بلل شوی

د ۲۰۰۰ کسانو دغې څېړنې په ډاګه کړې چې د پنځو تنو یوه یې د غرمنۍ پر مهال هم کار کړی دی. نیمو هغو یې چې بیا له کاره دمه اخیستې، توانېدلی چې غرمنۍ پر خپل مېز وخوری، په پنځو کې یو بهر تللی، او ۳٪ سلنه بیا جېم ته تللی دی. د فیزیوتراپۍ یا طبیعی درملنې ټولنې پر کارګومارونکو ادارو غږ کړی خپل کارکوونکی دې وهڅوی چې د کاری ورځې پر مهال دې لا ډېر جسمی فعالیت ولری، چې په روغتیایی ستونزو د اخته کېدو خطر ورسره کم کړی. د کار پر مهال روغتیایی ستونزې، د ورمېږ له درده نیولې د سرطان، د زړه ناروغیو او سکتو خطرناکو ناروغیو پورې په بېلا پېلو بڼو ښوول شوې دی. یوازې یو پر درې برخه کارکوونکو ویلی چې ادارو یې دې د جسمی تمرین کوم ډول فرصت ورته برابر کړی وی، لکه د جېم ارزانه غړیتوب، د غرمې مهال پرانیستی کلب او یا هم له کار وروسته مهال د جسمی تکړه توب روزنه. د فیزیوتراپۍ یا طبیعی درملنې ټولنې اجرایوی مشرې کارېن مېډلټن وویل د څېړنې له مخې یې”د پوره وخت کارکوونکو د خپلې کاری اوونۍ خورا ډېره برخه یا په کار کې او یا یې کار ته پر ورتګ او ترې راتګ تېره کړې ده”. دې وویل “د داسې لارو موندل چې د اوونۍ پنځه ځله دې د منځنۍ کچې سخت فیزیکی فعالیت لږ ترلږه ۳۰ دقیقې وخت ځانګړی کړی شی، یوه ننګوونکې خبره ثابته شوې ده.” مېرمن مېډلټن زیاته کړه “د دغسې فعالیت نه کولو پایلې کېدی شی ډېرې ویجاړوونکې وی، چې ډېر خلک به ورسره له ناروغیو رنځېږی او له کاره به اوږده موده په کور او بستر وی.” دې وویل “پر بشری تاوان سربېره به، د فعالیت نشتوالی بیه ادار ته هم ګرانه پرېوځی، چې د ناروغیو له امله به کارکوونکی کار ته نه ځی او تولید به ورسره ټیټېږی.” دغه څېړنه د فیزیوتراپۍ یا طبیعی درملنې ټولنې او د روغتیا بیمې کولو ادارې اویوا لپاره ترسره شوې وه

 

Comments are closed.