وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

جمهور رئیس کرزی: دولت ژمن دی چې د افغانستان د بانکونو ملاتړ وکړی

د جمهور رئیس حامد کرزی په مشرۍ د افغانستان له بانکونو سره د چینایی بانکونو د مالی معاملاتو د بندېدو د خپاره شوی خبر پرسر د بحث په منظور نن غرمه په ارګ کې غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې چې د جمهور رئیس مرستیالانو، د اقتصادی سکټور وزیرانو، د افغانستان بانک رئیس او مرستیال او د خصوصی بانکونو رئیسانو او مسوولینو برخه اخیستې وه، په بانکونو کې د ستونزو د له منځه وړلو او د بانکی سکټور په تقویې بحث وشو. جمهور رئیس حامد کرزی د افغانستان له بانکونو څخه د ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې وویل که د پیسو د تطهیر او له جرایمو څخه د ترلاسه شویو ګټو د منع قانون او د تروریزم د تمویل د مخنیوی قانون، په مالی چارو کې د افغانستان په ګټه وی، نو دغه قانون به ډېر ژر تصویب شی او اجرایوی بڼه به غوره کړی.
حامد کرزی د بانکونو رئیسانو او مسوولینو ته وویل چې د افغانستان د بانکونو مالی چارې باید له قانون سره سمې او په شفافه توګه ترسره شی او په ځواب کې به یې د افغانستان دولت هم د دوی د تقویې لپاره ټول اقدامات ترلاس لاندې ونیسی، ترڅو افغانستان ته سرمایه جذب او د افغانستان اقتصاد او بانکی سکټور پیاوړی شی. جمهور رئیس حامد کرزی زیاته کړه د افغانستان دولت ژمن دی چې د افغانستان د بانکونو ملاتړ وکړی او د افغانستان اقتصادی اډانه پیاوړې کړی.

 

Comments are closed.