وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

امریکا ته د روسیې خبرداری؛”د مرکزي اسیا هېوادونو ته پوځیان مه رالېږئ”

 

روسیه وايي امریکا ته یې جدي خبرداری ورکړی چې د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې خپل نظامي ځواکونه ځای پر ځای نه کړي، او د امریکا لخوا داسې هر ډول پلان به مسکو ته د منلو وړ نه وي.‌

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم څه موده وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول چې ګواکې امریکا د سیمې کوم بل هېواد کې د پوځي اډو په لټه کې دی.

په دې لړ کې د پاکستان په بلوچستان کې هم د امریکایي پوځیانو د مېشتېدو خبره کېدله،‌ خو وروسته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په زغرده وویل چې پر خپله خاوره امریکا ته پوځي اډې نه ورکوي.‌

اوس روسیې هم په دې اړه خپله اندېښنه ښودلې او د افغانستان په شمالي ګاونډیو هېوادونو کې د امریکایي پوځیانو له مېشتېدو سره یې مخالفت څرګند کړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سرګي ریابکوف ویلي دغه پیغام په جینوا کې د روسیې او امریکا د مشرانو په لیدنه کې ښاغلي بایډن ته لیږدول شوی دی.

ښاغلي ریابکوف ویلي د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو ځای پر ځای کول د منلو وړ نه دي. د ښاغلي ریابکوف په خبره روسیې همدغه خبرداری د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم ورکړی دی.

د دوشنبې په ورځ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ټینګار کړی و چې قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان د ټولیز امنیت سازمان غړي دي او د دغو هېوادونو په خاوره کې د هر ډول بهرنیو ځواکونو حضور باید د دغه سازمان لخوا تایید شي. یاده دې وي چې د امریکا حکومت تر دې دمه رسماً نه ده منلې چې د منځنۍ اسیا په کوم هېواد کې د پوځي اډو په لټه کې دی.

افغانستان کې د امریکایي پوځیانو نوي قومندان جنرال مېک مېکنزي دوشنبه کابل کې یوې غونډې ته وویل،‌ له دې وروسته به دی له قطره په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه قومانده کوي.

 

Comments are closed.