وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

مارک مېلي: افغانان دې خپله افغانستان له کورنۍ جګړې وژغوري

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک مېلي له اسوشیټډ پرس اژانس سره په مرکه کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته پر دوو احتمالي نتیجو خبرې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغان ځواکونه پياوړي، روزل شوي، مجهز او په ښه روحیه سمبال دي خو په خبره یې کېدای شي د طالبانو پر وړاندې له بدو پایلو سره مخ شي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې دا یو احتمال دی چې ښایي افغانستان له ډېرو بدو پایلو سره مخ شي خو دا احتمال هم لرې نه دی چې افغان پوځ به له خپل حکومت سره یو ځای پر ټولو ستونزو برلاسی شي.

مېلي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکرات مهم بللي دي او ټینګار یې کړی دی چې افغانان په خپلمنځي خبرو خپل هېواد له کورنۍ جګړې ژغورلی شي. په ورته وخت کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کندهار ولایت کې د امریکایي ځواکونو پر اډه د طالبانو وروستي توغندویي برید ته په اشارې ویلي چې ښایي په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې پر امریکایي اهدافو ورته بریدونه ډېر شي.

ورځپاڼه زیاتوي، په کندهار کې شوي برید ته په کتو داسې ښکاري چې ښایي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو تر څنګ پر امریکایي اهدافو هم بریدونه زیات شي. د ورځپاڼې په خبره، امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه کې پرېکړه کړې وه چې د مې میاشتې تر ۱۱مې به ټول امریکایي سرتېري له افغانستان څخه وځي خو بایډن د یادې هوکړې تر ارزولو وروسته دا موده وغځوله چې دې چارې طالبان غوسه کړل او خبرداری یې ورکړ چې امریکا هوکړه نقض کړې ده نو د بدو عواقبو پړه به یې هم د دوی پر غاړه وي.

Comments are closed.