وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

طالبان صالح ته: خوشی شوی بندیان خپلو کورونو کې دی

وسلوال طالبان د افغان ولسمشر د لومړی مرستیال امرالله صالح دا څرګندونې ردوی چې د دوحې تړون له مخې له افغان بندونو د طالبانو خوشی شوی بندیان د جګړې ډګر ته ستانه شوی دی.
د امریکا او طالبانو د دوحې سولې تړون له مخې- چې ۲۰۲۰ کال د فرورۍ پر ۲۹ لاسلیک شو- افغان حکومت له پنځو زرو ډېر طالب بندیان خوشی کړل.
خو امرالله صالح د یکشنبې په ورځ خپل ټوېټر کې لیکلی: “د طالبانو دا ۸۵ سلنه خوشی شوی بندیان بیا جګړې ته ستانه شوی دی او د ولس پرضد تاوتریخوالی کوی. ”
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلی صالح د دې څرګندونو ځواب کې بی بی سی ته وویل، چې دا وسلوال خپلو کورنو کې دی او زدکړې کوی.
“موږ په کراتو دا خبره کړې چې بندیانو د اوږدې مودې زجر او تکلیف تېر کړی او هغوی بیا د دې جوګه نه دی چې سړی یې جګړې ته سوق کړی. ”
د نوموړی په خبره، دا ډله ډېر وسلوال لری او دې ته اړتیا نه لری داسې کسان جګړې ته ولېږی “چې هم کورنی مشکلات لری او هم روانی او روغتیایی ستونزو لری او روزنه یې هم نیمګړې پاتې ده. ”
د طالبانو او امریکا د تړون له مخې افغان حکومت د دې ډلې تر پنځو زرو ډېر او طالبانو هم تر زرو حکومتی بندیان خوشی کړل.
که څه هم د دې بندیانو د خوشی کولو لړۍ سسته وه، خو پایله کې یې د حکومت او طالبانو د سولې خبرې د تېر سپټمبر پر ۱۲ دوحه کې پیل شوې.
د دې خبرو له پیلېدو سره بیا هم افغانستان کې تاوتریخوالی روان دی او ښکېل لوری یې پړه پر یو بل اچوی.

Comments are closed.