وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

بیوټکنالوژی پاملرنه غواړی!| محمدخالد محمدی

زموږ هېواد کې د روغتیا برخه کې همېشه شکایتونه او د ستونزو اورېدل کېږی چې د دې ستونزو ډېره برخه د مرضونو تشخیص او درملو ته را ګرځی چې همدا بیوټکنالوژی ته د پاملرنې او کار بحث را پورته کوی.
بدبختانه تر اوسه په افغانستان کې بیوټکنالوژی څوک نه پیژنی او نه یې باره کې پوره علم لری، عام خلک خو پریږده ان تر دې چې زموږ هغه تعلیم یافته خلک چې د بهر هیوادونو څخه یې لوړې زدکړې هم کړې وی او په دولت کې په غټو بستونو کار هم کوی په دې حیاتی علم نه پوهیږی او نه پرې ځانونه پوهوی

نن سبا په نوره نړى کې بیوټکنالوژی ته خاصه پاملرنه کیږی، ان تر دې چې په خپلې کلنۍ بودیجه کې یوه لویه برخه دې علم ته ځانګړې کوی. زما مخکنى لیکنه کې د بیوټکنالوژی رول په ټولو برخو کې واضح شوى دى، خو دلته زه غواړمه چې د روغتیا په برخه کې یې رول واضح کړمه چې څنګه نور هیوادونه دې برخې ته بودیجه ځانګړې کوی او د روغتیا په برخه کې څنګه د بیوټکنالوژی پوهان خپل حیاتی مسولیت ادا کوی.

بیوټکنالوژی لغت په لومړی ځل د یوه بریتانیایی کارل ساینس پوه کارل ارکی لخوا استعمال شو، په هغه وخت کې به ساینس پوهانو خام مواد په یو ګټور موادو بدلول او همدې ته د بیوټکنالوژی نوم ورکول شو. وروسته بیا د بیوټکنالوژی علم کې سوکه سوکه پرمختګونه وشول چې اوسنی حالت ته راوستول شو او نړۍ کې په دې برخه کې لا نورې څیړنې هم روانې دی.

په 1984 کې جاپان په اول ځل د انزایمونو د تولید فابریکې جوړې کړې چې د مختلفو برخو لپاره انزایمونه تولیدوی، په کال 1986 کې د هند د ساینس او ټکنالوژى وزارت د بایټکنالوژی لپاره ځانګړى ډیپارټمنټ جوړ کړ تر څو بایټکنالوژی په هند کې پرمختګ وکړی. او نن ټولو ته څرګنده ده چې هند په بایټکنالوژی کې ډیر پوهان روزلی دی او د سیمې د هیوادونو په پرتله د کورونا په اړوند تحقیق په هند کې ډیر چټک روان دى او ان تر دې چې د نورو په پرتله یې په تداوی کې کامیابه شوی هم دی چې د دې کریډټ ټول ددوی د بایټکنالوژی پوهانو ته رسیږی. هند اوس په خپل هر ایالات کې په لسګونو داسې مرکزونه جوړ کړی چې په هغې کې نه یواځې د بایتکنالوژی پوهان روزل کیږی بلکه په لویه کچه څیړنې هم تر سره کیږی چې دا د هغوى اقتصاد سره لویه مرسته کوی او همدارنګه په بودیجه کې ورته یوه لویه برخه هم ځانګړې کیږی.

په 1984 کې په اسټریا هیواد کې بایټکنالوژی دومره پر مختګ وکړ چې په 20 پیړې کې یې په لویه کچه تولیدات شروع کړل لکه د Pencillin تولید،immune biotechnology د سرکې تولید، mammalian cell technology, نینو بایو ټکنالوژی او داسې نور.

په هنګری هیواد کې په 1912 کې په لویه کچه د واکسینو تولیدات د میکروبونو او نباتاتو څخه د بایټکنالوژی په مرسته شروع شول. دا تولیدات دومره لوړ شول چې د دوهمې نړیوالې جګړی پر وخت یې نورې نړۍ ته صادرات شروع کړل. دوئ په بایو ټکنالوژی کې دومره پر مختګ وکړ چې په اول ځل یې د vitamin B12 تولید شروع کړ چې نن سبا یې خلک د وینې د کمښت ناروغیو په تداوی کې استعمالوی.

د بایوټکنالوژی اساس یواځې د انسان د ضرورتونو د پوره کیدو لپاره ایښودل شوى ؤ او دا د مختلفو پړاونو په نتیجه کې دې حالت ته رارسول شوى دى. که موږ بیوټکنالوژی مطالعه کړو نو موږ به یې درې مرحلې وګورو زړه بایوټکنالوژی، کلاسیکل بیوټکنالوژی او ماډرن یا اوسنې بیوټکنالوژی. په اوسنې وخت او تولیداتو کې د ماډرن بیوټکنالوژی ډیر مهم رول دى.

په 1975 کې په اول ځل د بیوټکنالوژی په مرسته مونو کلونل انټې باډیانې تولید شوې او نن سبا دا انټې باډیانې د ناروغیو په تشخیص او درملنه کې خورا مهم رول لری او ان تر دې چې د دې انټی باډیانو نه بغیر د بعضو ناروغیو تشخیص هم ممکن نه دى.

د بیوټکنالوژی استعمال نن سبا دومره ګټور او موثر دى چې په نړۍ کې هره فابریکه دا ټکنالوژی څخه استفاده کوی. په نړۍ کې نن سبا په لوړه کچه څیړنې روانې دی چې د بیوټکنالوژی څخه په مختلفو بخشونو کې استفاده وشی لکه د درملو، ناروغیو تشخیص، دټوکرو تولید، زراعت، کیمیاوی موادو، د غذایې موادو تولید، د عدلی طب او داسې نور ډیر.

په لنډه توګه بیوټکنالوژی د یو هیواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره یو اړین بخش دى چې نن سبا یې تقریبا په هر بخش کې استعمال لازمی کیږی.

په دوهمې نړې والې جګړې کې د ټپیانو د تداوی لپاره واحد درمل Penicillin ول چې ډیرى ټپیان د مرګ څخه پرې بچ شول او دا تولید د بکتریاو څخه په لوړه کچه یواځې او یواځې د بیوټکنالوژی په مرسته ممکن شو او همدا یې علت شو چې د دوهمې نړې والې جګړې وروسته په نړې کې بیوټکنالوژی ته یو ځانګړى اهمیت ورکول شو او هیوادونو د بیوټکنالوژی لپاره ځانګړی ډیپارټمنټونه او وزارتونه جوړ کړل.

کوم هیوادونو چې په همهغه وخت کې د بیوټکنالوژی لپاره پوهنتونونو کې پوهنخی ځانګړې کړې نن په ساینس او ټکنالوژى کې د نورو مخکې دی. ان تر دې چې د سړې جګړې پر وخت دا فکر کیده چې بیوټکنالوژی تخنیکونه به په جنګ کې ډیر موثر ثابت شی او بعضو ملکونو په دې برخه کې ډیر کار هم کړى دى چې دا یو ځانګړى بحث دى، پرمختللې هیوادونه اوس په دې کار کوی چې د جنګونو په حالت کې یا د انرژى د کمښت په وخت کې د بیوټکنالوژی څخه استفاده وکړی او خپله انرژی پوره کړی.

تر نن ورځې پورې په نړۍ کې تر 250 زره پورې واکسینونه او درملونه د بایټکنالوژې په مرسته جوړ شوی دی چې د ناروغیو په درملنه کې خورا لوی رول لوبوی. همدارنګه 13.3 میلونه بزګران په نړې کې د حاصلاتو د لوړوالی او د ناروغیو د مخنیوی لپاره د بیوټکنالوژی څخه استفاده کوی.

د ساری ناروغیو د تشخیص او مخنیوی کې د بیوټکنالوژی رول خورا لوړ او مهم دى، نن سبا د کورونا ناروغی چې یوه ساری ناروغی ده د واکسین او درمل تولید یې د بیوټکنالوژی نه بغیر ممکن نه دى، موږ ټول وینو چې د بیوټکنالوژی لابراتوارونه او فابریکې په چټکې سره د کورونا د درملو په تولید بوختې دی او تر یو حده کامیابه هم دی. خو د بدبختى ځاى دى چې موږ په خپل هیواد کې تر اوسه د بیوټکنالوژی د پاره په پوهنتونونو کې ځانګړى ډیپارټمنټ نه لرو او همدا یې علت دى چې زموږ د ناروغیو تشخیص او د درملو تولید کې د نورې نړۍ څخه ډیر وروسته پاتې یو.

که غواړو چې موږ په دې برخه کې پرمختګ وکړو او اقتصاد مو پیاوړى کړو نو د ټولو نه اول باید د بیوټکنالوژی ډیپارټمنټونه په خپل پوهنتونو کې جوړ کړو او په دې برخه کې کادرونه وروزو که داسې ونشی نو موږ به تل په تکنالوژی او صحت کې د ګاونډیو محتاج پاتی شو.

Comments are closed.