وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

۱1 کلن هلمندی ماشوم په ریاضی کې څلوېښت هېوادونه مات کړل

یوولس کلن صبغت الله اوس دولتی او نادولتی ادارو له هلمنده کابل ته ورغوښتی چې قدرونه یې وکړی او ویې ستایی. ده موده مخکې د ریاضی مضمون په یوه سیالۍ کې د څلوېښتو هېوادونو په کچه لومړی مقام وګاټه. د سږنی‌ کانکور اول‌نومره شمسیه علیزاده تر ستاینې وروسته پر خواله رسنیو یو ځل بیا د هلمندی ماشوم صبغت الله د ذهانت خبرونه لاس په لاس شول. بېلا بېلو ښوونیزو بنسټونو او چارواکو یې په ستاینه پر فېسبوک او ټوېټ لیکنې وکړې او د هغه د قدرونې غوښتنه یې وکړه. صبغت الله په اصل کې د هلمند اوسېدونکی دی او د هرات په افغان ـ ترک لېسه کې د څلورم ټولګی زدکوونکی دی.‌
سیالی په کموډیا کې وه چې له بېلا بېلو هېوادوو تر څلورو زرو ډېرو زدکوونکو ګډون پکې کړی و.‌ صبغت الله وایی، ‘د ازموینې ډول له نورو سره توپیر درلود او باید په کم وخت کې ډېر سوالونه ځواب شوی وای’. صبغت الله د دې نړیوالې سیالۍ یا ازموینې په ترڅ کې په اتو دقیقو کې د ریاضی دوه سوه پوښتنې حل کړې چې په دې توګه دی د امریکا،‌ سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو او د هند په ګډون د څلوېښتو هېوادونو تر خپلو سیالیو زدکوونکو مخکې شو او لومړی مقام یې خپل کړ. دی د لومړنی مقام ګټلو ته خوشاله دی او وایی،‌ ‘زه ډېر خوشال یم چې افغانستان ته مې لومړی مقام راوړ او خلکو تشویق کړم. هڅه به کوم چې نور هم ځان تکړه کړم’. صبغت الله: “زه ډېر خوشال یم چې افغانستان ته مې لومړی مقام راوړ او خلکو تشویق کړم. هڅه به کوم چې نور هم ځان تکړه کړم”.
دغه هلمندی ماشوم ته په کمبوډیا کې تر نړیوالې سیالۍ مخکې د افغانستان په کچه هم یوه سیالی ورپه غاړه وه. هغه هم دې ته ورته د ریاضی ازموینه وه.‌ صبغت الله په هغې کې هم ګډون وکړ او هلته یې هم لومړی ځای خپل او په نړېواله سیالۍ کې برخه اخیستلو ته غوره شو.
دا د ریاضی د محاسبو د نړیوالو سیالیو ۲۴ پړاو و چې د “یو. سی. مېس” په نوم پېژندل کېږی. صبغت الله اوسمهال په کابل کې دی او بېلا بېلو دولتی او نادولتی ادارو وربللی چې ویې ستایی خو د ده خپلو درسونو ته وربېړه ده ځکه چې د کورونا له کبله تر شاوخوا شپږ میاشتینی‌ ځنډ وروسته ښوونځی بېرته پرانیستل شوی دی. دغه یوولس کلن هلمندی ماشوم وایی،‌ غواړی په راتلونکی کې د زړه جراح ډاکټر شی.

Comments are closed.