ځینې سیاسی بهیرونه د سولې مشورتی لویې جرګې ترسراوی د حکومت لخوا یو سیاسی خوځښت او ټاکنیز کمپیاین بولی.
بلخوا د لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون یو غړی منی چې دا جرګه یوازې د سولې په مذاکراتو کې د مشورې ورکړې ونډه لری او په پای کې به ولسمشر پرېکړه وکړی.
د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې غړې فوزیه کوفی وایی چې د سولې مشورتی لویې جرګې د ترسراوی لپاره د پنځه مېلیون ډالرو لګول په اوسنیو اقتصادی شرایطو کې د خلکو له بودیجې ناوړه استفاده ده.
د موج تحول سیاسی بهیر مشره او د سولې او عدالت ټاکنیزې ډلې غړې فوزیه کوفی وایی:«دا جرګه نه یوازې دا چې د سولې له بهیر سره مرسته نه کوی، بلکې دا یو ټاکنیز کمپیاین دی او د مشخصو نوماندانو په ګټه له دولتی سرچینو ناوړه استفاده ده.»
د موج تحول سیاسی بهیر غړی جواد میریار هم څرګندوی:«کله چې د دغې جرګې پرېکړې اجرایی نه وی او د دغو پرېکړو اجرایی کېدل په حکومت پورې تړلی وی، او د پارلمان په شتون کې له ۳۶۹ مېلیون افغانیو له لګښت سره د داسې غونډې جوړېدل د خلکو د سرچینو تالاترغۍ کېدل دی.»
د سولې د مشورتی لویې جرګې د جوړولو کمېسیون غړی داوود کلکانی منی چې جرګه یوازې له طالبانو سره د سولې خبرو د چوکاټ په هکله حکومت ته مشوره ورکوی.
د لویې جرګې د جوړولو کمېسیون غړی داوود کلکانی وویل:«کابو دوه نیم زره تر درې زره کسان له ټول هېواده راټولېږی د افغانستان بهرنی ګډوال هم راټولېږی طبعاً هغاوی تمه لری چې افغان حکومت، د افغانستان ولسمشر د هغوی مشورې په پام کې ونیسی.»
یو شمېر حقوق پوهان د مشورتی لویې جرګې جوړول د قانون پر بنسټ نه بولی.
حقوق پوه روح الله سخی زاده په دې اړه څرګندوی:«د افغانستان لویه جرګه د هېواد تر ټولو عالی جرګه ده چې پرېکړې یې قانونی ځای لری خو کهچېرې د مشورې په توګه وی دا ډول څیز قانونی ځای نه لری.»
د لویې جرګې جوړونکی کمېسیون د طرحې او پروګرام له مخې له ټول هېواد او د افغانستان له بهر څخه به ۲۵۰۰ کسان په دغې جرګه کې ګډون وکړی او د جرګې د ګډونوالو عُمر باید له ۲۳ کلونو لوړ وی.
Comments are closed.