وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

عبدالله: د سولې مشورتی جرګه کې ګډون نه کوم

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدلله وایی چې د سولې په مشورتی جرګه کې به ګډون ونه کړی.

ښاغلی عبدالله، ویلی چې دغه جرګه په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لپاره ګټوره نه ده.

د ثبات او همپالنې ډلې په یوې اعلامیه کې راغلی دی چې د سولې مشورتی لویې جرګې په اړه له دوی سره مشوره نه ده شوې:»موږ د ثبات او همپالنې ډله، نه د ګوندونو او نه هم په دغې ډله کې د شخصیتونو په شمول او نه هم د حکومت په کچه، تر دې پړاوه د داسې غونډې د جوړېدو د مشورې لوری نه وو او په ورته وخت کې، د دغې غونډې لپاره قانع کوونکی دلایل هم نه وینوو.«

اعلامیه همدارنګه لیکلی:»د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله اعلان وی چې د «سولې مشورتی جرګې» تر نامه لاندې غونډه کې به ګډون ونه کړی او دا غونډه د افغانستان د شته ستونزو د حل لپاره ګټور نه ګڼی.«

ټاکل شوې ده چې د سولې مشورتی جرګه د غوایی میاشتې په نهمه نېټه جوړه شی او په هغې کې به له ټول هېواده څه باندې دوه زره تنه ګډون وکړی.

حکومت وایی چې په دغې غونده کې به له طالبانو سره د خبرو اترو سرې کرښې مشخصې شی.

عبدالله

Comments are closed.