وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

اندرابی: سولې ته تر رسېدو به امنیتی ځواکونه جګړې ته دوام ورکړی

د سولې د هڅو په لړ کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایی چې امنیتی ځواکونه د سولې هوکړې ته تر رسېدو به جګړو ته دوام ورکړی. مسعود اندرابی زیاتوی چې د افغان امنیتی ځواکونو جګړې به له بهرنیو ځواکونو سره په همغږۍ کې مخته ولاړ شی.

هغه چې په یکشنبې د وری په ۱۱ مه د افغان امنیتی او د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې وینا کوله وویل:»سوله ته تر رسېدو سوله نشته؛ زموږ ځواکونه دا وړتیا لری چې له هېواد او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړی.«

ښاغلی اندرابی په داسې حال کې د امنیتی ځواکونو پر توانمنۍ ټینګار کوی چې دوه ورځې مخکې طالبان په بدخشان کې ارغنجخواه ولسوالۍ وپرځوله او همدارنګه په غزنی ولایت کې یې امنیتی ځواکونه په نښه کړل.

په دغو دوو پېښو کې چې په یوې ورځ رامنځته شول کابو ۲۰ سرتېری ووژل شول او څه باندې ۱۰ تنه نور ټپیان شول.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند وایی چې د ارغنجخواه ولسوالۍ نه ده پرځېدلې؛ په داسې حال کې چې کورنیو چارو وزارت د دې خبر پخلی کړی دی.

د ملی دفاع وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف په دې اړه وویل:»زموږ ځواکونو څو پوستې پرېښې دی، ولسوالۍ نه ده پرځېدلې؛ دمګړۍ جګړه روانه ده.«

ملی دفاع وزارت همدارنګه د امنیتی ځواکونو د مرګ ژوبلې زیاتوالی په اړه رپوټونه هسې ګنګوسې ګڼی. هغه زیاتوی:»موږ نه وایوو چې زموږ ځواکونه مرګ ژوبله نه لری، خو نه په هغې کچه چې نامسووله رسنۍ او ټولنیزې رسنۍ یې خپروی.«

له دې مخکې د هلمند، بدخشان، عزنی او بادغیس ولایتونو کې د ولایتی شوراګانو غړو په وروستیو اوونیو کې د امنیتی ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

 

Comments are closed.