وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

محب: امنیتی ځواکونه له موخې او طالبان له کومې موخې پرته جنګېږی

د ولسمشر د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایی چې افغان ځواکونه د یوې موخې په پار جنګېږی خو طالبان بیا د جګړې لپاره کومه موخه نه لری.

ښاغلی محب چې د مونیخ امنیتی غونډې په څنډه کې یوې مرکه کې څرګنده کړه چې طالبانو خپله موخه له لاسه ورکړې او نه پوهېږی چې د څه لپاره جنګېږی.

په دغې مرکه کې د امریکا د بهرنیو پخوانی چارو وزیر جان کېری، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شان محمود قریشی هم ګډون درلود.

د ولسمشر غنی د ملی امنیت سلاکار څرګنده کړه چې افغان امنیتی ځواکونه د افغانستان د ارزښتونو د دفاع لپاره جګړه کوی.

هغه زیاته کړه:«زموږ امنیتی ځواکونه د ۳۰۰ ډالرو معاش لپاره نه جنګېږی. هغوی د یوې موخې لپاره مبارزه کوی. هغوی زموږ د همکارانو او مېلیونونو افغانانو له ملاتړ سره جنګېږی څو زموږ له ارزښتونو دفاع وکړی، په داسې حال کې چې طالبانو د جګړې لپاره خپله موخه له لاسه ورکړې او نه پوهېږی چې د څه لپاره جنګېږی.»

ښاغلی محب وایی:«زموږ سرتېری قربانی ورکوی او رسنۍ هغې ته د تلفاتو نوم ورکوی؛ هغوی تلفات نه دی، هغوی، هغه قربانۍ دی چې موږ د خپل هېواد د دفاع او ازادۍ د خوندیتوب، ارزښت او واکمنۍ لپاره ورکړی دی او د هغه د دفاع لپاره درېدلی یوو.»

بلخوا ولسمشر په دې وروستیو کې ویلی چې د ملی یووالی حکومت په څلور کلنه دوره کې ۴۵ زره افغان ځواکونه د جګړو په پایله کې وژل شوی دی.

خو د غنی د ملی امنیت سلاکار بیا وایی چې نننی افغانستان له تېر سره توپیر لری:«افغانستان اوس هغه هېواد نه دی چې په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې وو. افغانستان یوه اوږده لار کچ کړې او اوس یو متفاوته هېواد دی.»

ښاغلی محب د خپلو خبرو په بله برخه کې د سولې د خبرو اترو څرنګوالی ته اشاره کړې او ډاډ ورکوی چې افغانستان ته سوله راتلونکې ده، خو د دغو خبرو اترو بهیر باید پراخ وی.

هغه زیاته کړه:«افغانستان ته سوله راتلوونکې ده. موږ به سوله راولو. ټاکل شوې نه ده چې دا د خبرو اترو یو ساده او زمینې برابرولو بهیر وی، د سولې بهیر دې ته اړتیا لری چې موږ ټول په هغه کې په بنسټیزه توګه شامل وو.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تراوسه نه دی حاضر شوی چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړی. خو هغوی له امریکایی استازو سره تراوسه څلور ځله لیدلی او ټاکل شوې ده چې د پنځم ځل لپاره په پاکستان کې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم ووینی.

 

Comments are closed.