وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د طالبانو او امریکې پنځم پړاو خبرې؛ حکومت د اوربند په هیله دی

د امریکې او طالب استازو پنځمه غونډه به هم د څلورمې هغې په څېر د حکومت له حضور پرته ترسره شی. له دې مخکې طالبانو له افغان حکومت سره خبرې رد کړې وې. په دغې ناسته کې، په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د حضور څرنګوالی او همدارنګه دا چې افغانستان د نورو هېوادونو په وړاندې ګواښ نه وی پرېکړه به وشی.

دا غونډه چې د افغان سولې بهیر د پرمختګونو لپاره یوه برخلیک ټاکوونکې هغه ګڼل کېږی، افغان حکومت هیله‎من دی چې دواړه لوری به د اوربند په اړه سره هوکړې ته ورسېږی. د سولې عالی شورا ویاند سید احسان طاهری په دې اړه وویل:» هغه څه چې نه دی توانېدلی په تېرو ناستو کې پایلې ته ورسېږی، اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو د مذاکراتو پیل وو چې هغه وخت یې ویلی وو واک نه‎لری، خو دا ځل یې چې ویلی، هیله لرو له واک سره راشی چې خلک په تمه دی.«

د امریکې او طالب استازو پنځمه غونډه به هم د څلورمې هغې په څېر د حکومت له حضور پرته ترسره شی. طالبانو له افغان حکومت سره خبرې اترې رد کړې دی.

خو ولسمشر غنی ډاډ ورکوی چې نږدې راتلونکې کې به په هېواد کې سوله ټینګه شی:» سوله راتلوونکې ده، او زه تاسو ته ډاډ درکوم، هغه وخت چې دوه کاله مخکې مو ویل چې سوله راتلونکې ده، خلکو خندل.«

له دې سره جوخت کابل کې د ایران سفیر وایی چې په افغانستان کې سوله د ټولو سیمه‎ییزو هېوادونو په ګټه ده. که‎چېرې په افغانستان کې جګړه دوام پیدا کړی، دا هېوادونه هم زیان وینی. کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامی په ډاګه کړه:»له دولت سره د مخالفو ډلو یوځای کېدل، هم د افغانستان او هم د سیمې لپاره د ثبات او ښه راتلوونکی زمینه برابروی.«

د ایران د سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې دوه ورځې مخکې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل چې د سیمې ځینې هېوادونه، په دې هڅه کې دی چې د سولې تر نامه لاندې خپله نیابتی جګړه پر افغانستان تحمیل کړی. ښاغلی دانش د کوم ځانګړی هېواد نوم یاد نه کړ. خو له هغې وروسته ولسمشر په څرګنده وویل چې د افغانستان د ولسمشر د ټاکلو حق یوازې افغانان لری نه تهران، اسلام اباد او مسکو. د ښاغلی غنی اشاره د ځینو افغان سیاستوالو هڅو ته وه چې د هغه په وینا چې د بهرنیو هېوادونو په مرسته د لنډمهاله حکومت د جوړېدو طرحه مطرح کوی. اخوا ښځې هم په کابل کې د یوې غونډې په جوړولو سره د سولې په خبرو کې د ښخو د مانا داره رول غوښتونکی دی.

د ولسی جرګې غړې فوزیه کوفی وایی:»هغه ډلې چې له یو بل سره ستونزې لری، د طالبانو او ښځو تفکر دی چې سره کېښنی او خبرې اترې وکړی.«

د ولسی جرګې پخوانۍ غړې فرخنده زهرا نادری هم څرګندوی:»باعزته سوله نه شی کولای چې یوازې زما عزت تامین کړی، زا د ځواک عزت دې را په ځای کړی، زما د ګټلو عزت دې را په ځای کړی، تلپاتې او عزت لرونکې سوله هغه ده چې بېلابېل قومونه وکړای شی خپل عزت او پت په سوله کې ووینی.«

له دې مخکې هم، د بېلابېلو غونډو له جوړولو سره د سولې په ناستو کې د ښځو د نه حضور په اړه اندېښنه ښودلې وه. ښځې ټینګار کوی چې د هغوی لاسته راوړنې باید د سولې قربانی نه شی.

Comments are closed.