وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

افغانستان د امریکې فوځی شتون ته ضرورت نه لری.

عبدالله د سوئیزلېنډ په ډاووس کښې د اقتصادو د نړیوالې ټولنې د غونډې ترڅنګه تاکید وکړ، د افغانستان او امریکې ترمېنځ د دائمی فوځی اډو په اړه څه موافقه شتون نه لری او که په افغانستان کښې صلح ټینګه شی نو په دغه هېواد کښې حتی یو بهرنی فوځی ته هم ضرورت نشته. د جنورۍ په وړومبیو کښې اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د حکومتی سرچینو په نقل سره رپوټ ورکړ چې امریکائی ډېپلومېټانو په متحده عرب اماراتو کښې د دسمبر په میاشت کښې له طالب استازیو سره په خبرو اترو کښې په افغانستان کښې د امریکې د فوځی اډو په ساتنه تاکید کړے دے. د اېکسپرېس ټربیون دغه رپوټ ښودنه کوی چې امریکه له طالب ډلې سره په پټو خبرو اترو کښې کوشش کوی چې دغه ډله په افغانستان کښې د امریکې د فوځی شتون د دوام قبلولو ته راضی کړی. دا په دې معنا ده چې د امریکې له نظره چې په افغانستان کښې د امنیت او صلحې له ټینګښت سره د مرستې ادعا لری ترجیح یې په دغه هېواد کښې د خپل فوځی شتون ساستنه ده.که څه هم امریکې له افغان حکومت سره امنیتی معاهده لاسلیک کړې ده چې په دې بنیاد په دغه هېواد کښې څو فوځی اډې په اختیار کښې لری، خو د صلحې له موافقه لیک نه پس په افغانستان کښې د امریکائی ځواکونو شتون ته د نه  ضرورت په اړه د افغانستان د ملی وحدت د حکومت اجرائی مشر عبدا… عبدا…  څرګندونې په دې معنا دی چې کېدې شی د امنیتی معاهدې د مهلت له ختمېدو وروسته دغه معاهده تمدید نه کړی. دغه معاهده په ۲۰۱۴ کال کښې د لسو کلونو لپاره لاسلیک شوې ده.
امریکائی لوړ رتبه جرنېلسټ رېچرډ کوهن په واشنګټن پوسټ کښې په یوه مقاله کښې چې سپوټنېک خبری اژانس خپره کړه باوری دے چې «د امریکې سیاستونو ته په پام سره د افغانستان جنګ ختمېدونکے نه دے او امریکه دا جنګ نه شی ګټلې او پکار دی له دغه هېواد څخه د وتلو حقیقت قبول کړی.»
افغان حکومت په دې باوری دے چې د ټولو افغان قومی او سیاسی ډلو په اهتمام سره به په دغه هېواد کښې د صلحې او امنیت د ټینګښت لپاره نه یوازې نور په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو شتون ته ضرورت نه وی بلکه دغه هېواد په سیمه کښې د ثبات او امنیت اړم کېدې شی. دغه موضوع په کامله توګه د افغانستان د خلقو لخوا له پردیوسره د مخالفت له روحیې سره سمون خوری او ښودنه کوی چې د امریکایانو د تصور باوجود د افغانستان خلق به د تل لپاره هغوی قبول نه کړی.
مخکینی افغان ولسمشر حامد کرزی له قزاق ټی وی چېنل سره په مرکه کښې په افغانستان کښې د وروستۍ اتلس کلنۍ ناامنۍ او د ترهه ګرۍ د زیاتېدو اصلی دلیل د امریکې غلط سیاستونه وبلل او تاکید یې وکړ چې دغه هېواد یې منلو ته حاضر نه دے.»
په هر حال امریکه په سیمه کښې په خپلې فوځی اډې باندې د افغانستان په بدلولو سره کوشش کوی له دغه هېواد څخه مرکزی اېشیا او قفقاز ته د ترهه ګرۍ او تند لاریتوب د ټرانزېټ لپاره د یوې اډې په توګه استفاده  وکړی. د داسې حالت نتیجه په افغانستان کښې د بحران او ناارامۍ دوام دے چې کولې شی د دغه هېواد د اقتصادی او اجتماعی ودې د پروګرامونو اجرا د کلونو لپاره وځنډوی.

افغانستان د امریکې فوځی شتون ته ضرورت نه لری

Comments are closed.