وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

داوودزى: چین دې د افغان سولې پروسې لپاره اسانتیاوو برابرولو کې رول ادا کړی

چین وایی، چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د نېغ په نېغه خبرو اترو ته د زمینې په برابرولو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوی.
د سولې عالی شورا ویاند سید احسان طاهری د سلواغې په ۶مه پژواک خبری اژانس ته وویل چې عمر داوودزی چین ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال چن شاو دنګ سره د سولې لپاره د سیمه ېیزو مرستو په اړه لیدنه او خبرې اترې وکړې.
هغه زیاته کړه، په دې لیدنه کې داوړه لورو د افغانستان او چین ترمنځ د مرستو زیاتېدو، د افغانستان دولت پر رهبرۍ، حاکمیت او مالکیت د سولې پروسې پر مخ وړل، د افغانستان د سولې پروسې لپاره د سیمه یېیزی اجماع رامنځته کولو او په سیمه کې د یو با ثبات افغانستان د ګټو په اړه بحث وشو.
محمد عمر داوودزی په دې لیدنه کې له افغانستان سره د چین ولسی جمهوریت له شوو مرستو د مننې په ترڅ کې د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګونو په اړه مقابل لوری ته  بشپړ معلومات وړاندې کړل.
هغه د چین له ولسی دولته وغوښتل، د افغانستان د یو ګاونډی او په نړۍ کې د یو مطرح هېواد په توګه دې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د نېغ په نېغه مذاکراتو لپاره د زمینې په برابرولو کې خپل رغنده رول ولوبوی.
داوودزی زیاته کړه، د افغانستان د سولې پروسې د چټکوالی او ملاتړ لپاره د نړیوالې اجماع تر څنګ سیمه ییزه اجماع هم ګټوره تمامېدای شی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال چن شاو دنګ د افغانستان د سولې په پروسه کې شوی پرمختګونه بې سارې وبلل، وې ویل، د چین ولسی جمهوریت د افغانستان دولت پر حاکمیت، مالکیت او رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوی او هر راز مرستې ته چمتو دی. هغه زیاته کړه، چین به د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د مستقیمو او مخامخ مذاکراتو ته د زمینې په برابرولو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوی.

داودزی

Comments are closed.