وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

روغتونونه د انټرنټ له لارې نښلول کیږی

د روغتیایی خدماتو د لاښه ترسره کېدو لپاره  د هیواد ۱۵ روغتونه د انټرنټ له لارې وصلیږی.
دعامې روغتیا او اترا ادارې د نوی تړون پراساس په پام کې ده چې د ۱۳۹۸ کال تر پایه د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې روغتونونه د انټرنټ له لارې سره وصل شی چې له مخې به یې په ولایتونو کې ناروغان په اسانۍ خپلې ستوزنې په مرکز کې له ډاکټرانو سره شریکې کړی.
په ورته مهال د مخابراتی خدماتو تنظیم اداره یا اترا وایی، چې دغه تړون د درې ملیونه ډالرو په ارزښت دی چې په عملی کېدو سره به یې افغان ناروغان وکولی شی په وړیا توګه په نورو هیوادونو کې درمنله وکړی.
په هیواد کې د معیاری روغتیایی خدماتو ټیټه کچه د دې لامل شوې چې هرکال زرګونه افغانان آن دعادی درملنې لپاره له هیواده بهر ځی او آن دعادی ناروغیو ددرملنې لپاره میلیونونه ډالره لګوی. خو اوس دعامې روغتیا وزارت وایی،هڅه کوی چې په کور د ننه د لازمو اسانیتاو په رامنځ ته کولو سره په هیواد کې د روغتیایی خدماتو کیفیت لوړ کړی.
دلته د عامې روغتیا وزارت او اترا ادارې له لورې د دریو ملیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو چې له مخې به د ۱۳۹۸ کال تر پایه د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې روغتونونه د ټکنالوژۍ له لورې سره وصل شی.
د یادې پروژې په عملی کولو سره به د مختلفو ولایتونو ناروغان وکولی شی مرکز ته له راتګ پرته په ژوندۍ بڼه د انټرنټ له لارې خپلې روغتیایې ستونزې په مرکز کې له ډاکټرانو سره شریک کړی.
له ولایتونو وراخوا به یاده پروژه د طب په برخه کې له هغو محصلینو او ډاکټرانو سره هم مرسته وکړی چې د طب په برخه کې غواړی له بهرنیو هیوادونو زده کړې ترلاسه کړی.
مسولین وایی چې د یادې پروژې په عملی کولو سره به بهرنیو هیوادونو ته د تلونکو ناروغانو ډیری برخه له هیواد د انټرنټ په واسطه تداوی شی او په له دې لارې به طبابت په برخه کې له هیواده د تلونکو پېسو مخه ونیول شی.
د اترا او عامې روغتیا وزارت ترمنځ دا پروژه به په راتلونکو دریو کلونو کې بشپړ شی او د لاسته راوړنو په صورت کې به له ۱۵ ولایتونو سربیره ګڼو نورو ولایتونو ته هم وغځول شی.
atra_mp4_snapshot_00_56_2018_07_29_19_33_39

Comments are closed.