وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د طالبانو وروستی بریدونه؛ د ماتې که د قوت نښه؟

امریکایی څیړونکی وایی تیره اونۍ د افغان ځواکونو په وړاندې پرله پسې خونړی بریدونه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو جمهور رئیس، ډونالد ترمپ د نوې ستراتیژۍ په وړاندې د قوت ښکارول دی. طالبان له تیرې سې شنبې د ورځې راپدیخوا، له څلورو بریدون نه په دریو کې خپل هدف ته د رسیدو لپاره د موټر بم نه کار اخیستی، هڅه یې کړې چې د امنیتی ځواکونو مورال ټیټ کړی، وسلې او مهمات یې ورنه غلا کړی او بیرته یې په دوی استعمال کړی. دا د طالبانو په تاکتیک کې مهم بدلون دی. په وروستیو کلونو کې طالبان د ولایاتو د مرکزونو د نیولو لپاره جنگیدل خو اوس یې بریدونه په پوځی اډو باندې متمرکز کړی. د بروکنز په څیړنیز انستیوت کې وندا فلباب براون وایی: “د ترمپ د تگلارې له اعلانه وروسته، طالبان خپل قدرت ښکاروی، دا ښیی چې د بشپړ قوت سره مقاومت کوی. هغوی د ولایاتو د مرکزونو د نیولو لپاره خپله انرژی نور نه ضایع کوی.” که څه هم تندلارو سږکال په بلخ کې په قل اردو د برید په گډون چې پکې ١۴۴ تنه ووژل شول، په امنیتی ځواکونو باندې څو خونړی بریدونه ترسره کړی. خو د تیرې اونۍ بریدونه ځکه د پام وړ دی چې په تندلارو د افغان او امریکایی ځواکونو د تهاجمی بریدونو له ډیریدو وروسته په یوه اونۍ کې په پنځو بیلابیلو بریدونو کې د پولیسو، پوځیانو او ملکیانو په گډون ١۵٠ تنه وژل شوی. دا بریدونه تر هغه وروسته ترسره کیږی چې د افغانستان، پاکستان، متحده ایالاتو او چین د استازو په افغانستان کې د جگړې د ختمولو لپاره په عمان کې څلور اړخیزې خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدلې. د ولسن له څیړنیز مرکز څخه مایکل گوکلمن وایی طالبانو خپله پریکړه کړې ده. “زه فکر کوم طالبانو غوښتل چې یو ډیر قوی پیغام ولیږی چې د خبرو په ځای جگړې ته ترجیع ورکوی او د دې توان لری چې ډیره ښه جگړه وکړی.” خو د ناټو قاطع ملاتړ پر ټویټر لیکلی، پرونۍ حملې څرګنده کړه چې وسلهوال ځپل شوی او د جګړې په میدان کې د افغانستان د امنیتی ځواکونو پر وړاندې بریالی کیدای نه شی.

dc75f2f0d8d7fbdbfa7acd8b38fb2d81_XL

Comments are closed.