د تخار صرافان: که امنیت مو خوندی نهشی؛ صرافۍ به تړلې وی
ناپیژندو وسلهوالو د تخار ولایت له مرکز تالقانو ښاره د یو صراف زوی وتښتولو؛ چې صرافانو او د تالقانو اوسېدونکیو یې په غبرګون کې د اعتراض په توګه د ولایت مقام مخې ته د تحصن خېمه ودرولې. اعتراضکوونکی وایی، چې ځایی حکومت د صرافانو او پانګوالو امنیت ساتلی نهشی؛ دوی مجبور دی لهدې حالته شکایت وکړی.
د تخار ولایت د کسبګر ټولنې رییس حبیبالله هیکلزاده سلام وطندار ته وویل، چې پولیس د پانګوالو امنیت خوندیتوب کې ناکام دی او ټینګار کوی، چې د غوښتنو ترعملیکېدو پورې به ټولې صرافۍ تړلې وی. پرون د تالقانو له ښاره ناپېژندو وسلهوالو د اغاګل صراف ۱۵ کلن زوی تښولی دی. حبیبالله حیکلزاده زیاتوی، چې د پولیسو په ۵۰۰ مترۍ کې یو کس تښتول کېږی او پولیس یې په اړه ناخبری ښیی. د ظاهر په نوم یو بل صراف وویل، چې اوس یوازې صرافانو د تحصن خېمه درولې، که ناامنی دغه ډول وی؛ پانګوال به هم ډېر ژر د ولایت مخې ته خېمې ووهی. په ورته وخت کې د تخار ولایت د پولیسو د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سید جهانګیر کرامت پېښه تاییدوی او وایی، چې پولیسو د صراف د تښتول شوی زوی د خلاصون لهپاره هڅې پیل کړیدی. قوماندانۍ وایی، هغه کسان چې تښتونې کوی او امنیت خرابوی پولیس یې مقابل کې جدی برخود کوی او ډېر ژر به دا کسان ونیول شی.
اعتراضکوونکیو تور پورې کړ، چې یو شمېر ځایی مسوولان او ځېنې وکیلان له نامسوولو وسلهوالو ملاتړ کوی.
Comments are closed.