ملی شورا د خلکو د استازیتوب په برخه کې لازم کارونه نه دی کړی
د افغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو د بنسټ مسؤلین وایی، که څه هم د ملی شورا غړی د ۱۶ مې دورې په ۱۳ مه غونډه کې د ۱۲مې غونډې په پرتله تر یوه حده بریالی وو، خو د خلکو د استازیتوب په برخه کې یې لازم کارونه نه دی کړی.
د دغه بنسټ د پارلمانی څار د برخې مسؤل حسیب معترف د دوشنبې په ورځ د ملی شورا د غړو د کارونو په اړه د خپلو موندنو د تشریح کولو پرمهال وویل، د ۱۶ مې دورې په
د ۱۳ مه غونډه کې د مشرانو جرګې او ولسې جرګې دغړو په کارونو کې بریالیتوبونه او نیمګړتیاوې دواړه موجودې وې.
ښاغلی معترف وویل:
“ملی شورا په ۱۳ مه غونډه کې د ۱۲ مې غونډې په پرتله، د حکومت پر اعمالو د څار او د قانون جوړونې په برخو کې ښه کار کړی، خو د خلکو د استازیتوب په برخه کې له بده مرغه، ښه کار نه دی کړی.”
د دغه بنسټ موندنې ښیی چې د ولسی جرګې غړو په امتیازی ساعتونو کې د حکومت پر اعمالو د څار په برخه کې ۷۰ فیصده او د خلکو په استازیتوب کې یې ۳۸ فیصده خبرې کړې دی.
دغه شان د مشرانو جرګې په امتیازی ساعتونو کې یوازې ۲۷ فیصده د خلکو په استازیتوب او نور یې د قانون جوړونې په برخو خبرې شوې دی.
Comments are closed.