وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

خلیلزاد: د کرزی څرګندونې د سولې او افغانستان په ګټه نه دی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ننګرهار ولایت پر اچین ولسوالۍ د امریکا له لوری لوی بم غورځول د افغانانو سپکاوی وباله او وایی پرېکړه یې کړې چې امریکا به له افغانستان وباسی.
نوموړی وویل امریکا دا خاوره دومره “بې ارزښته او بې څښتنه وګڼله چې د داعش په پلمه تر ټولو زورور بم یې زموږ پر خاوره استعمالوی”. بله خوا افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد د حامد کرزی دغه څرګندونې دافغانستان په تاوان بللې دی. ښاغلی خلیل زاد په خپل ټوېتر کې لیکلی “کرزی یو ملګری دی خو دغه نیوکه یې له اندازې زیاته ده او د سولې پرمختګ او افغانستان په ګټه نه ده”.پخوانی ولسمشر چې د ډیورنډ کرښې په اړه کنفرانس ته خبرې کولې وویل، تېره ورځ یې پرېکړه وکړه او په دې فکر کې شو چې پر افغانستان د امریکا “تېری او ظلم” ته د پای ټکی کېږدی او دغه هېواد به “ازاد” کړی.
د تېرې پنجشنبې په ماښام امریکا یو ستر بم چې د “ټولو بمونو د مور” په نامه یادېږی د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ وغورځاوه.
افغان چارواکی وایی دغه برید کې د داعش “۹۰ تنه” غړی وژل شوی دی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وویل، دا هوایی برید له دولت سره په همغږۍ شوی او پر کومې سیمې چې دغه بم غورځول شوی پر ځمکه ماینونه خښ شوی وو او د ځمکنیو عملیاتو امکان نه و.
ښاغلی کرزی د امریکا دغه برید “اتوم” ته ورته بم وباله او له امریکایی چارواکو یې وپوښتل چې ولې یې “داعش دوه کاله پرېښود چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې راشی؟ ”
ښاغلی کرزی په امریکا تور پورې کړ چې په دغه بمی برید کې یې د داعش ډله نه ده په نښه کړې، بلکې نوی جوړ شوی بم یې ازمویلی دی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی افغان حکومت په “ملی خیانت” تورن کړ او ویې ویل،”که زموږ حکومت ورسر منلې ده، غلط کار یې کړی، تېره ورځ زموږ حکومت ملی خیانت کړی او پوښتنه به ترې کوو چې څنګه یې امریکا ته اجازه ورکړه، چې د اتوم بم په قوت زموږ پر خاوره بم وغورځوی.”
ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلی کرزی څرګندونو ته ښکاره غبرګون نه دی ښودلی خو د ټوېټر په یوه پیغام کې یې ویلی “هر یو افغان د خپل نظر څرګندولو حق لری. دا د بیان د ازادۍ یو هېواد دی”
له دغه بمی برید وروسته افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان د افغانستان دفاع وزیر سره په ګډه خبری ناسته کې د دغه برید ننګه وکړه. جنرال جان نېکولسن وویل د یوه سم هدف په نښه کولو لپاره یې سمه وسله کارولې.
ښاغلی کرزی دا څرګندونې په داسې وخت کې کړی چې په افغانستان کې ځینو وتلو سیاستوالو او د اچین اوسېدونکو د دغه بم برید پلوی کړې.
_95656449_mediaitem95656448

Comments are closed.