وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

حکمتیار: د افغانانو په وړاندې ستره قضیه د روانې جګړې ختمول دی

له ډېر اوږده ځنډ وروسته بلاخره د حزب اسلامی مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د شنبې په ورځ په لغمان کې په یوې لویې ولسی غونډه کې راښکاره شو. په دې غونډه کې د لغمان د ولسونو او مسؤلینو سربېره د هېواد له ګوټ ګوټ نه حکومتی او غېرې حکومتی مشرانو برخه اخیستې وه. ښاغلی حکمتیار په خپله وینا کې په افغانستان کې اوسنۍ جګړه نامشروع یاده کړه په خبره یې په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې ټول قربانیان عام او بېګناه خلک دی. نوموړی له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې نور افغان وژنه بس کړئ او د سولې او یووالی پر ټغر سره راټول شئ. نوموړی زیاته کړه: “راشئ د خدای لپاره! د خپل اخیرت لپاره! د دې جګړې ټول قربانیان بېګناه افغانان دی، ته لا ماشوم وې چې موږ جهاد پیل کړی و، موږ په سنګرونو کې پراته وو، نن د افغانانو لپاره تر ټولو ستره قضیه داده چې جګړه دې ژر او په بشپړ ډول ختمه شی.” ښاغلی حکمتیار د خپلې وینا په لړ کې د یوه قوی نظام د رامنځته کېدو یادونه هم وکړه. ده وویل په افغانستان کې داسې یوه قوی نظام ته اړتیاده چې د ولسونو په خوښه جوړ شوی وی. دارنګه نوموړی ګوت څنډنه وکړه چې هېڅ چاته به نور اجازه ورنه کړی چې په افغانستان کې د زورواکۍ نظام رامنځته کړی: “موږ هغو ټولو ډلو ته چې هغه په داخل د حکومت کې دی او که له حکومت نه بهر دی حاضر یو چې د یوه مرکزی حکومت په رامنځته کېدو کې چې د ولس په خوښه وی همکاری وکړو او د ولس پرېکړې ته به درناوی کوو، یوه خبره غواړم چې روښانه ووایم چې هېڅ کله به چاته اجازه ورنه کړم چې په زور رامنځته شوی وی.” ده وویل تېر څلویښت کاله یی په سیاسی مبارزه کې تېر کړل خو اوس به خپل وخت سولې او یووالی ته وقف کوی او په هېواد کې ټول سیاسی ګوندونه او ډلې به د یووالی پر ټغر سره راټولوی.
F641B82B-273D-415F-9E5B-91796FF67ED9_cx0_cy15_cw44_w650_r1_s

Comments are closed.