وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د سیګار راپور: د افغان امنیتی ځواکونو تلفات ۳۵ سنله زیات شوی

د افغانستان بیارغونې په اړه د څار امریکایی بنسټ یا سیګار ریپوټ له مخې په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د ۲۰۱۵ کال په پرتله د افغان امنیتی ځواکونو مرګ ژوبله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښیی.
په دغه ۲۶۹ مخیز رپوټ کې، چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالد ټرامپ ته لیږل شوی راغلی، چې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال له جنورۍ تر نومبر میاشتې ۶ زره ۷۸۵ سرتېری او پولیس وژل شوی او ۱۱ زره ۷۷۷ نور ټپیان شوی دی.
د ملی دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری په ۲۰۱۶ کال کې د امنیتی ځواکونو د مرګ ژوبله زیاتوالی منی؛ خو د سیګار وړاندې شوی شمېر مبالغه بولی.
د سیګار په ریپوټ کې راغلی، امریکا او نورو ملاتړو هېوادونو د امنیتی ځواکونو ظرفیت لوړونې او تجهیز له پاره تر ۲۰۱۶ کال پورې د افغان دولت سره ۶۸ میلیاده ډالره مرسته کړې؛ خو په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې افغان دولت یوازې پر ۶۳،۴ سلنه خاوره واک درلوده.
خو جنرال وزیری دا موضوع رد او ویې ویل، چې له ۸ ولسوالیو پرته پر نوره ټوله خاوره امنیتی ځواکونه واکمن دی.
دغه راز، د سیګار په ریپوټ کې د افغانستان بیارغونې، د نشه یی توکو تولید، ښې حکومتولۍ، اقتصادی ودې او یو شمېر نورو برخو ارزونه شوې ده.
د دغه رپوټ پربنسټ په ۲۰۱۶ کال کې د نشه یی توکو په کښت کې د تېر کال په پرتله ۳۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
sigar (1)

Comments are closed.