وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

ولسی جرګه: حکومت باید د امنیت ټینګښت لپاره نوې ستراتیژی جوړه کړی

د افغانستان ولسی جرګه له افغان حکومت نه غواړی چې د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره نوې امنیتی ستراتیژی جوړه کړی.
د تېرې اوونۍ په اوږدو کې په کابل ، کندهار او هلمند کې له خونړیو حملو وروسته اوس ولسی جرګه له حکومت څخه غواړی چې د خلکو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې جدی اقدام وکړی.
د ولسی جرګې مشر عبدالروف ابراهیمی د شنبې ورځې په عمومی ناسته کې له ولسمشر څخه د نوې امنیتی ستراتیژۍ د جوړیدو غوښتنه وکړه. نومړی زیاته کړه: “موږ له ولسمشر څخه غواړو چې د یویې نوې امنیتی ستراتیژۍ په جوړولو د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره واحد پلان او ګډ پروګرام ولری.” یو شمېر وکیلانو بیا د تېرې اوونۍ په اوږدو کې کابل، کندهار او هلمند کې خونړیو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې امنیتی چارواکی د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی او باید په دې اړه جرګې ته ځواب ووایی.
د ولسی جرګې غړی عارف رحمانی په کابل کې د تېرې سې شنبې د ورځې پېښې ته په اشارې سره وایی چې د کابل امنیتی چارواکی د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی. نوموړی زیاته کړه: “کېدای شوای چې له هغو مو ساتنه کړې وای، تدابیر مو ورته نیولی وای په تېر یو کال کې په کابل کې شااوخوا دوه زره کسان قربانی شوی دی.”
په ولسی جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازی عصمت الله شینواری په ټول افغانستان کې امنیتی وضعیت د اندېښنې وړ بولی او ټینګار کوی چې حکومت باید په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیت ټینګښت ته جدی پام وکړی.
د ولسی جرګې غړی په داسې حال کې دا څرګندونې کوی چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په کابل، کندهار او هلمند کې بریدونو د لسګونو بې ګناه وګړو ژوند واخېست.
یادې حملې په کابل کې د ملی شورا الحاقیې مخې ته، د کندهار ولایت په مېلمستون او په هلمند کې وشوې چې امنیتی چارواکی یې د وسله والو مخالفیونو کار بولی.
د ولسی جرګې غړی همدا راز ګواښ کوی که حکومت د وسله والو مخالفیونو د حملو د دفع کولو لپاره جدی تدابیر ونه نیسی ستونزې به له دې هم زیاتې شی.
خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وایی چې په ټولو ولایتونو کې د وسله والو د ځپلو په هدف پوځی عملیات روان دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل: په ټول هېواد کې د وسله والو د ځپلو عملیات روان دی.
​”د ملی دفاع وزارت پلانونه لری او موږ په دغه پلانونو کې لومړیتوبونو ته ځای ورکړی دی، د اردو اکمالات، د هوایی ځواکونو پیاوړتیا، د جنګ د مدیرت بدلون او د فساد پر وړاندې مبارزه مو پیل کړې او زه ډاډه یم چې په راتلونکې کال کې به موږ ښه چمتو اوسو.”
له بلې خوا د ولسی جرګی غړی وایی، افغان حکومت باید د بهرنیو هېوادونو د تورنولو پرځای خپلې استخباراتی ادارې پیاوړی کړی او هغه کسان چې په نظام کې دننه د وسله والو مخالفیونو په ګټه کار کوی او د ناامنیو د زیاتېدو لامل کرځی باید مجازات کړی. (پردېس)
13941217000180_PhotoJ

Comments are closed.