وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

حکومت ته د انتخاباتی نظام د اصلاح کولو واک ورکړای شو

130

تاند- د افغانستان د اساسی قانون د تطبیق د څارنې کمیسیون حکومت ته اجازه ورکړه چې په انتخاباتی نظام کې اصلاحات وکړی.

په دې اړه د ولسمشر تقنینی فرمان دوه ځلی د ولسی جرګې له لوری رد شوی و.

د اساسی قانون پر تطبیق د څارتې کمیسیون ارګ ته په لېږلی مکتوب کې ویلی چې د افغانانو د اساسی حقونو د ضایع کېدو د مخنیوی لپاره حکومت د اساسی قانون له ۷۹ مې مادې سره سم د انتخاباتی کمیسیونونو او انتخاباتو په اړه د ملی شورا د رخصتیو په موده کې هر ډول نوی تقنینی فرمان صادرولی شی او دا فرمان د ولسی جرګې د تقنینی دورې په وروستی کال جرګې ته د تصویب لپاره له وړاندې کېدا پرته د تطبیق وړ دی.

د ملی شورا غړیو له څو ورځو راهیسی دوبنۍ رخصتی پیل کړې چې ۴۵ ورځې دوام کوی.

له بلې خوا دا د ولسی جرګې د تقنینی دورې وروستی کال دی او له همدې کبله دا دوې مسلې ولسمشر ته د انتخاباتی نظام د اصلاح لپاره د تقنینی فرمان د صادرولو واک ورکوی.

د انتخاباتی نظام اصلاح به د ولسی جرګې او ولسوالی شوراګانو انتخاباتو ته لار هواره کړی.

ارګ وایی، سر له سبا /شنبې/ به په انتخاباتی نظام کې اصلاحات پیل شی.

څرګنده نه ده چې له اصلاحاتو څخه د حکومت د مشرانو هدف څه دی.

Comments are closed.