وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د افغانستان حکومت د سعودی او ایران د اړیکو پر خرابېدو خواشینی څرګنده کړه

219

د افغانستان حکومت د سعودی عربستان او ایران ترمنځ په اړیکو کې پر وروستی کړکېچ خواشینی څرګنده کړه او له دواړو هیوادونو یې وغوښتل چې خپل اختلافات حل کړی.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپره کړه، ویلی:«د افغانستان اسلامی جمهوریت په دې باور دی چې د دغو دوو اسلامی هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا نه د دوی او نه هم د سیمې او نړۍ په ګټه ده، نو د سعودی عربستان او د ایران د اسلامی جمهوریت له دوستو هیوادونو په درناوی غوښتنه کوو چې هغه ستونزې د خبرو له لارې حل کړی چې د دوی په اړیکو کې د خړپړتیا سبب شوی دی.» په عربستان کې د یوه شیعه دینی عالم له اعدامېدو او په تهران او مشهد کې د سعودی عربستان پر دیپلوماتیکو مرکزونو د ایرانیانو له حملې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې شلول شوی او هڅه شوې چې مذهبی اختلافاتو ته لمن ووهل شی.د افغانستان حکومت ویلی چې په تهران کې د سعودی عربستان پر سفارت او په مشهد کې د سعودی پر کونسلګرۍ حملې غندی او هغه د ویانا د کنوېنشن او نورو دیپلوماتیکو تړونونو خلاف بولی. د افغانستان حکومت په عین حال کې چې دا بریدونه غندلی وایی، دې ته په پام چې د افغانستان د بهرنۍ پالیسی له ټولو اسلامی او ګاونډیو هیوادونو سره د دوستۍ پر اصولو ولاړه ده او د اسلامی هیوادونو ترمنځ د یووالی پر اصل او د یوه اسلامی او دوست هیواد په توګه د سعودی عربستان او ایران ترمنځ د اړیکو د بېرته ښه کېدو او رغېدو غوښتنه کوی.

Comments are closed.