افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شو
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواری وایی، چې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان په روانه غونډه کې چې د کینیا په نیروبی ښار کې جوړه شوې ده، افغانستان ددغه سازمان بشیړ غړیتوب تر لاسه کړ.
د شینواری په خبره، ددغه سازمان د غړیتوب سره به په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې باور، سوداګری او ټرانزیټ لا پیاوړی شی او په دغه برخه کې به شته ستونزې حل شی.
افغانستان اوسمهال د سوداګرۍ د ټرانزیټ زیاتې ستونزې له ګاونډی هېواد پاکستان سره لری، چې د شینواری په خبره، پاکستان سره به هم دغه ستونزې پای ته ورسوی.
د سوداګرۍ د نړیوال سازمان اوسمهال ۱۶۲ هېوادونه یې غړیتوب لری. افغانستان لس کاله مخکې په دې سازمان کې د غړیتوب غوښتنه کړې وه، چې سږکال ومنل شوه.
Comments are closed.