وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

افغانستان کې د پانګونې کچه ۲۶ سلنه ټیټه شوې

n00072503-b
له پانګونې د ملاتړې اداره ‘ایسا’ وایی، د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې د تېر ۲۰۱۴ کال د همدې مودې پرتله د پانګونې کچه ۲۶ سلنه کمه شوې ده.
د دې ادارې مشر قربان حقجو پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، په تېرو نهو میاشتو کې افغانستان کې ۶۱۱ میلیونه ډالر پانګونه شوې وه، خو سږ کال دا کچه ۴۴۸ میلیون ډالر ټیټه شوې ده.
د هغه په وینا ډېری پانګونه په ساختمانی برخه کې کمه شوې ده، چې په ۲۰۱۴ کال کې نژدې ۲۰۰ میلیون ډالر وه، خو سږ کال بیا ۸۳ میلیون ډالر ټیټه شوې ده.
حقجو زیاتوی، چې د صنعت په برخه کې هم پانګونه ۲۵ سلنه کمه شوې، چې تېر کال دا کچه ۱۰۸ میلیون ډالرو ته رسېده، خو سږ کال بیا ایله ۸۱ میلیون ډالر ده.
نوموړی وویل، چې په کرنیزه برخه کې هم پانګونه له ۱۷ میلیون ډالرو نه، ۱۴٫۸ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده، چې ۱۲ سلنه ټیټوالی ښیی. د ایسا ادارې مشر وایی، په خدماتی برخو کې هم ۹٫۶۳ سلنه پانګونه کمه شوې چې په خبره یې په ۲۰۱۴ کال په خدماتی برخه کې پانګونه ۲۲۰ میلیون ډالر وه، چې سږ کال ۱۰۹ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده. دی زیاتوی، چې دې ته په پام سره، چې د افغانستان په ولایتونو کې د پانګونې وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو په پلازمېنه کابل کې بیا د پانګونې وضعیت نسبتاً د تېر کال پرتله ښه شوی دی.

Comments are closed.