وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

روسیه: افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه د امریکا ناکامی ښیی

n00071981-b
روسیه وایی، په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د پاتې کېدا پرېکړه دا په کوته کوی، چې دغه هېواد کې د امریکا په مشرۍ لودیځ ماموریت ناکام دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېرې پنشنبې په ورځ له افغانستان د ټولو امریکایی ځواکونو د وتلو پر پلان کې بدلون راوست او اعلان یې وکړ، چې ۵۵۰۰ سرتېری به تر نامعلومې مودې په افغانستان کې پاتې وی.
له دې وړاندې ټاکل شوې وه، چې تر ۲۰۱۶ کال پورې به د امریکا په مشرۍ ټول بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه ووزی، خو په افغانستان کې وروستیو ناامنیو ته په کتو سره امریکا په دې پلان کې بدلون راوست.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوی دغه اقدام ښیی چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ۱۴ کلن ماموریت په افغانستان کې ناکام وو.
سرچینې زیاته کړې، چې د امریکا په مشرۍ دغه ماموریت و نه شو کولی چې ترهګر او نشه یې توکی له منځه یوسی او افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنیت لپاره چمتو کړی.

Comments are closed.