وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

ځوانانو! ښه مېرمن څه ډول انتخابوئ؟

marriage
اسپانوی نومیالى ادیب اوشاعر (امیلیوپاییتیروس مازان ) دغرناطى اوسیدونکى چه دیو استاد په صفت په خپلو ادبی اوفرهنګی فعالیتونو بوخت دى داسلام تر قبلولو وروسته یې یوه ادبی مجله دنوروفرهنګی ملګروپه مرسته تاسیس کړه چى د( الحسمیه ) په نوم یې و نوموله او حسبیه په المغرب کى دهغه ښار ګوټی نوم دى چى اسپانیى سره تړلى دى، په سلګونو داستانونه، ناولونه اوشعری فعالیتونه لری چى اخیرنى ناول یې د (البرکه ) په نوم له چاپه راوتلى چه ٢٠٠۵ م کال کى تالیف اود موءلف دنویو اسلامی نظریاتو څرګندوى دى نوموړى لیکوال دالمجتمع اسلامی مجلې ته  داسلام قبلولو  قصه داسې بیانوی:
د استاد العریفی څخه چا پوښتنه وکړه چې: څه ډول به د ځان لپاره یوه ښه مېرمن انتخابوم؟
استاد عریفی په یوه ویډیوی کلیپ د دې پوښتنې په ځواب کې هغو ځوانانو ته چې غواړی واده وکړی وویل:
تر هر څه د مخه باید روغ نیت ولرو او د ځان لپاره یوه داسې کورنۍ انتخاب کړو چې نجونې پکې حجاب ته په درنه سترګه وګوری، او دین او دیانت ورته ډېر ارزښت ولری.
خو نن سبا له بده مرغه ځینې داسې رومانټیکه نجونې وینو چې حجاب ته چندان ارزښت نه ورکوی، بلکه زمونږ انتخاب باید هغه فاضله کورنۍ وی چې تل اخلاقی ارزښتونه په پام کې نیسی، او په اخلاقی ډګر کې تر نورو مخکښه وی.
ځوانان مخکې له واده څخه د خپلې راتلونکې مېرمنې په اخلاقو او عاداتو باندې د پوهیدلو په موخه باید د هغې کورنۍ سیستم مطالعه کړی، دا په دې معنا چې دهغې د مور اخلاق ــــ او د پلار سره ئې چارچلند دې په پام کې ونیسی.
ځینی پوهان په دې اړه وائی : ( اذا أردت أن تعرف أخلاق البنات، فانظر الی تعامل أمها مع أبیها) . (( که غواړۍ چې د یوې نجلۍ د اخلاقو او د هغې د امتزاج په اړه معلومات تر لاسه کړۍ، نو لومړۍ د هغې د مور او پلار اخلاقو ته وګوره، دا ځکه چې عموما لورګانې د خپلو میندو څخه تقلید کوی، او لکه څرنګه چې یې مور وی ــ هماغسې به یې لور وی، او دوالدینو اخلاق په خپل اولاد کې حتمی ده چې تر ډېره حده پورې سرایت کوی، او به هغوی رغنده اغیزه لری.
ځوانان وروڼه او خویندې باید خپل پرورګار ته دعاء وکړی تر څو په راتاونکی کې ورته د ژوند یوه ښه شریکه پیدا شی.
محمد خالد ملکزی

Comments are closed.