وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

له مسلمانېدو وروسته مې ژوند وپېژانده

له مسلمانېدو وروسته مې ژوند وپېژانده

اسپانوی نومیالى ادیب اوشاعر (امیلیوپاییتیروس مازان ) دغرناطى اوسیدونکى چه دیو استاد په صفت په خپلو ادبی اوفرهنګی فعالیتونو بوخت دى داسلام تر قبلولو وروسته یې یوه ادبی مجله دنوروفرهنګی ملګروپه مرسته تاسیس کړه چى د( الحسمیه ) په نوم یې و نوموله او حسبیه په المغرب کى دهغه ښار ګوټی نوم دى چى اسپانیى سره تړلى دى، په سلګونو داستانونه، ناولونه اوشعری فعالیتونه لری چى اخیرنى ناول یې د (البرکه ) په نوم له چاپه راوتلى چه ٢٠٠۵ م کال کى تالیف اود موءلف دنویو اسلامی نظریاتو څرګندوى دى نوموړى لیکوال دالمجتمع اسلامی مجلې ته  داسلام قبلولو  قصه داسې بیانوی:
پوښتنه: اسلام ته دې څنګه مخه کړه اواسباب یې څه وه ؟
ځواب: تقریباً لس کاله وړاندې زمایوه شاګرده انجلۍ چې دیوې هسپانوی مسلمانې کورنۍ سره یې تړاودر لوده دهغې مور زماپه شان شاعره وه نو ددې انجلۍ په واسطه به موکله ناکله دځنې قضایاوپه هکله څه اشعار تبادله کول لکه په اسلام کى دښځې حالت، نوموړې یوه دقوى شخصیت اومنظم ژوند څښتنه وه،  خوڅه موده وروسته دغه کورنۍ زماڅخه بیدرکه شوه اوڅوکاله وروسته چې ماخپل یوناول خپور کړ نوزماسره یې تلیفونی رابطه وشوه هغې له ماڅخه داسلام دقبلولو غوښتنه وکړه او دهغې خبرې په مازیات تاثیروکړ اوپه دې لټه کې شوم  الحمدالله  چې اوس درې کاله کیږی مااسلام قبول کړى.
پوښتنه: پدې تحول سره دې په لومړی سرکى څه احساس کړه اودکورنۍ تعامل دې څنګه وه؟
ځواب: ماپه دې تحول سره  دستر روحی اطمینان احساس وکړ دژوند هدف مى وپیژنده ازادی مى احساس کړه په لومړی سرکې زماخپلوانو اوملګرو دغه بدلون بدشاگوم وباله ،زه لږتنهاشوم اوزما خپله کورنۍ او زامن ټول مې خبر کړل خوهغوى لا اسلام نه دى قبول کړى زمامور،پلار اوخویندو دغه خبر یونااشناقضیه وګڼله خو بیایې زمااسلام راوړل تایید کړل.
پوښتنه: دیولیکوال ادیب اوشاعرپه حیث دغه تحول په تاڅه اثر وکړ او ایا ستا په ادبی فعالیت یې څه تاثیر وکړ ؟
ځواب: هوزه همداوس په داسې یوناول لیکلو مصروف یم چى په اسپانیه کى د16 م  قرن حوادث  تمثیلوی اوستوری (کرکټران ) یې هغه هسپانوى مسلمانان دی چې غرب ته له اریتیریا نه دخپل دین دحفاظت په خاطر راتښتیدلی دی تر څو هلته په زور سره عیسویان نه شی اوداهغه خلک دی چى له عیسویانو پټ یې هلته اسلامی ژوند کاوه. دشعرونو یوټوله مې همداوس نشر کړې چى دلیلى اومجنون له قیصى نه الهام اخلی اویورنګ تصوف مزاجه حیا په کى پرته ده. همداراز یولړ نورې مقالې مې په هسپانوی اوبرازیلی مجلو او اخبارونوکې نشر کړی چه د ادب اوتصوف ترمنځ تړاو په هکله لیکل شوی.
پوښتنه: ستاداخیری ناول عنوان برکت وه داپه  څه معنى  ؟
ځواب: دبرکت کلمه له یوه پلوه یوه ښکلې اودخیر اومحبت نه ډکه کلمه ده  چه الله تعلى خپلو بندګانو سره دهغې اظهارکوی او بل ماته دیوخاص سعادت اوخیر زیرى راکوی.
پوښتنه:  دیوادیب په حیث ایااسلام ستاپه هغه لید کى څه تغیر راوست چى دې نړۍ نه یې لرې؟
ځواب: زمادژوند هدف اومبارزه دانسان لپاره دیوى ښې نړۍ جوړول وه، ما اوسنی سرمایه دار نظام ته هروخت د  رد اوشک په سترګه کتلی خوبل طرف ته زه دیوې ذهنی تشې سره مخ وم، کوم ښه اوغوره نظام زماپه ذهن کى نه وه، سره ددې چى زماطبیعت نیک فالى دى خوزه دبدفالۍ ښکار وم خواوس زماپه لیدکې پوره تغیر راغى زه او س دپخواپه څېر نه بلکى یومتوازن انسان یم ماته دژوند تکلیفونه هیڅ مشکل نه شی جوړولاى دخپل ځان اوجهان په مقابل کې زه دنیک بختۍ احساس کوم زمانظربدل شو زه اوس پخپله غوره کړې لاره اعتماد لرم ځکه زه په الله ایمان لرم زه اوس دیوې غوره نړۍ جوړول غواړم چه هلته محبت مینه او ورور ولی وی.
پوښتنه: تر اسلام راوړلووروسته تا عربی ژبې ته مخه کړه، داعربی څنګه ژبه ده ؟
ځواب:عربی ډیره ښکلې ژبه ده اوتر اوسه یې خپل اصالت ساتلى، سره له دې چې په محاوره او روزمره استعمال کې یې زیات تغیر راغلى خوددى سره هم زماپه وطن هسپانیه کې راته دقرنونو په موده کې د دوهمې ژبې حیثیت لری، بله داچې عربی یوه ژوندۍ اوتغیر قبلونکې ژبه ده ټول الفاظ اواصوات یې قواعد لری دکلمې په لږ تغیر سره مختلفى معنى گانى ورکوی حتى کله کله دکلمې په  لږ تغیر سره متضادې معناوې ورکوی چى دایې په قوت دلا لت کوی.
پوښتنه: اسلام دى دکومو پوهانو اوکتابونو له نظره مطا لعه کړى؟ ځواب: ماډیر څه لوستی، طبعاً قران کریم مې په هسپانوی ژبه لوستى وه، دغزالی کتابونه او (الحکم ) دابن عطااالله تالیف، دشیخ عبدالقادر کتابونه، دجلال الدین رومى اشعار ،ددې نه علاوه داسې کتابونه چې دمسلمانانو حالات اودعربی نړۍ مشکلات په ګوته کوی ،دسیره النبى کتابونه اوداسې نور مطالعه کړیدی.
پوښتنه: داچى غربى پوهانو اوساسلام ته مخه کړى  دا پدیده څنګه تعبیروۍ؟
ځواب: غربی تمدن اوس دنابودۍ په لور مخه کړې ددې سره چې غرب دتمدن ازادۍ اوعلمانیت مدعی دى خوتر اوسه په داسى ادیانو هم عقیده لری چې په هغې کې له شرمه ډکو شیانو خدایان جوړ شوۍ اوله پو چو روحانی او خیالی نظریاتونه ډک دی، دغر ب خیالى خدایان اوس مال ،مصرف ، اوقدرت دى، اوس غربیانو ته بازار پیداکول، عاجل خوراکونه، موسسې اودفترونه دیومقدس  مومن به  حیثیت لری چې او س لا دمبارزې نور نوی میدانونه دشهرت طلبۍ ، کار او غیر انسانی تولیدات ، تکنالوجی ، پلاستیکی جراحی (طب التجمیل ) چه الهى خلقت کې تغیر راولی خلاص شوى اوخلک پرى اخته دی. غربی ځوانان دمخدارت او اخلاقى انحرافاتو په سیند لاهو او دهلاکت په لور روان دی اوهغوى اوس دخپلو جنسی خواهشاتود پوره کولو لپاره دشرابو اوانسان عبادت کوی، دحیوانیت په لور روان دی اوروز مره دانتحار حادثات مخ په زیاتیدودی هلته اخلاقی معیارونه نشته، یو کارګر د مریی په حیث استعمالیږی اوادنى اختیار دخپل کار په مقابل کى هم نه لری. کورنى نظام ړنګ دى اوس غربیان د تنهایۍ ژوند سره مخ دی ژوند یى هیڅ معنى نه لری ټول ژوند یى خپګان اوپریشانی ده، چى درقص اوشرابو په محفلونو خپل وخت تیروی چه دغه کانسرتونه هم ددوۍ لپاره یوعذاب دى ځکه ترکانسرت وروسته بیا له تنهایۍ او یواځیتوب سره مخ دی، داچې کمونزم دغربی سرمایه داری نظام دیوبدیل په حیث  شکست وخوړ نو غربی پوهان اوس داسلام په حقانیت پوه شول چى دایوداسې نظام نه د ى چه زوړ شی او وخت یې تیر شی لکه چې پخوایې داسې نظر درلود، سره ددې چې بعضې غربی دولتونو له کړوڅخه څرګندیږې چې ګنى اسلام اوس دیوعملی نظام په حیث دتطبیق وړنه دى،خوبیاهم اسلام یواځینى هغه  روحى اواجتماعى بدیل دى چه نړۍ به د ځان وژنې له دغه څپوڅخه بچوی چه اوس پرې اخته ده اوغربى تمدن یې ورکش کاږی.
پوښتنه: په هسپانیه کى داسلام حالت اوس څڼه ارزوۍ؟
ځواب: اسلام ا وس هره ورځ مخ په وړاندې روان دى هسپانویانو اوس اسلام ته مخه کړې اوزیات عدد خلک اوس روزمره اسلام قبلوی همد اراز هغه مهاجر چې اصلاً مسلمانان دی هسپانیه کې مخ په زیاتیدودی خومسلمانان اوس هم دلته لږ دی او زیات عدد هسپانویان اوس دوى ته دویرې او ترس په نظر ګوری او ١٩٣۶ کال جڼونه وریادوی خودایې له ویرې ایستلې چه له مسلمانانو سره په هسپانیه کى په  پینځلسم،شپاړسم اواولسم قرن کى کوم وحشتونه وشول، څومره اجتماعی وژنې سوځونې اوداسلامی اثارو تخریب اوله منځه وړنې تر سره شوی.
اصلاح انلاین
Islam

Comments are closed.