وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

سعودی له امریکا په لرې کېدو ده؟!

سعودی له امریکا په لرې کېدو ده؟!

د ایران او شپږو ځواکمنو هېوادونو تر منځ د اتومی قضیې په باب هوکړه، په سیمه کې د سعودی له پاره یو خطر او اندېښنه بلل کېده، چې د سعودی پر مخالفت سربېره پایلې ته ورسېده. له دغه توافقه وروسته، په امریکا د سعودی پنځه ویشت کاله سفیر او استخباراتی ستراتیژېست بندر بن سلطان پر دغې هوکړه لیکنه کړې او په لنډو ټکو کې یې رده کړې.
بندر بن سلطان د ایلاف په نامه ورځپاڼه کې پر دغه توافق یوه لنډه لیکنه کړې. هغه ویلی چې اوباما د دغه هوکړه لیک په لاسلیکولو یوه ستره ستراتیژیکه غلطی ترسره کړه. د بن سلطان په باور، دا یوه داسې غلطی وه، چې اوباما یې پر خطرناکو پایلو پوهېږی. سعودی پخوانی چارواکی او اوسنی استخباراتی ستراتیژېست بندر بن سلطان د امریکایی سیاستپوه هنری کېسېنجر هغې وینا ته هم اشاره کړې، چې ویلې یې دی، «د امریکا دوستان دې تر دوښمنانو ډېر ترې وډار شی».
ځینې شنونکی په دې باور دی چې د سعودی نوی او فعال مشر به د امریکا له دغې کړنې وروسته سعودی له امریکا لرې کړی. خو ځینې بیا په دې باور دی، چې سعودی او امریکا دومره نږدې او تړلی دی، چې دې ته ورته تړونونه یې نه شی لرې کولای. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری له بندر بن سلطان سره خپل مخالفت څرګند کړی او ویلی یې دی چې له مخالفته هوکړه ښه ده.
67008_37574-640x330 (ژمن)

Comments are closed.