وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

حقیقت موندونکی کمیسیون وایی فرخنده کاملاً بې ګناه وه

حقیقت موندونکی کمیسیون وایی فرخنده کاملاً بې ګناه وه

د فرخندې د قتل د څېړنې لپاره ګومارل شوی کمیسیون اعلان وکړ چې د دوی تحقیقاتو ثابته کړه چې فرخندې قرآنکریم نه و سوځولی.
د دغه کمیسیون رییس مولوی محی الدین بلوڅ په کابل کې په یوه خبری غونډه کې وویل:)زموږ د څېړنو پر اساس فرخنده په دې قضیه کې یو مخ بې ګناه وه.).
ښاغلی بلوڅ دا هم وویل چې د فرخندې قتل یوه منظمه او له مخکې څخه سنجول شوې وژنه نه وه او دوی داسی هیڅ سند نه دی موندلی چې وښیی د داخل یا بهر کوم چا یا کومې ډلې دا پېښه تنظیم کړې وی.
په خبری غونډه کې د دغه کمیسیون یوې غړې فوزیې کوفی په تېرو کلونو کې د معافیت کلتور د داسی پېښو سبب وباله، ویې ویل چې عدلی او قضایی اورګانونه د فرخندې د قتل د عاملانو په محاکمې او سزا ورکولو کې جدی دی او کمیسیون به هم تر پایه دا قضیه تعقیب کړی.
د دې پېښې د تایید په خاطر د اطلاعاتو او کلتور د وزارت نشراتی مرستیاله سیمین حسن زاده او د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستاکزی له دندو ګوښه شوی دی.
حسن زاده وروسته بخښنه غوښتې وه خو یو شمېر کسانو د ده بخښنه کافی نه بلله او د هغې د استعفا غوښتنه یې کوله.

Comments are closed.