وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

فلسطینیانو د نړیوالې جنایی محکمې د غړیتوب له پاره اسناد وړاندې کړل

پرون (جمعه ۲ جنوری) په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازی ریاض منصور نړیوالې جنایی محکمې د غړیتوب د تر لاسه کولو له پاره اسناد وړاندې کړل.
ریاض منصور پرون په خپله وینا کې وویلې چې ځکه د نړیوالې جنایی محکمې غړیتوب تر لاسه کولو له پاره اسناد وړاندې کړی، څو د اسراییلو د هغو جرمونو په اړه څېړنه وکړی چې د بې ګناه انسانانو په وړاندې یې تر سره کړی.
منصور وایی، نړیوالې جنایی محکمې سره د اسراییلی جرمونو په اړه د څېړنې له پاره یو ځای کېدل سوله ییز انتخاب دی. ده همدا رنګه امریکایی رسنۍ تورنې کړې چې حقایق بدلوی. له دې یې موخه د نیویارک ټایمز هغه راپور و، چې فلسطینی دولت یې په کې ډله بللې وه.
د فلسطین استازی منصور وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته بیا ورتګ هم ممکن دی.
په دې وروستیو کې فلسطینیانو پر امریکایی پالیسی هم نیوکه کړې. د امنیت شورا کې امریکا څو څو وارې د فلسطین مخالفت کړی او آن د ملګرو ملتونو عمومی شورا کې د فلسطین له غړیتوب سره امریکایان مخالف و. دا وارې امریکا ویلی چې که چېرته فلسطینیان هڅه کوی چې نړیوالې جنایی محکمې سره یو ځای شی، «دا به له فلسطینیانو سره زموږ په مرستو اغېزه وکړی».

Comments are closed.