وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

د وینې کتنه د سګریټ پرېښودو ته ښه لار پرانیستی شی

لنسېټ جورنال وایی د وینې کتنه له هغو کسانو سره مرسته کولی شی، چې بېرته غواړی سګریټ پرېږدی. څېړنې ښیی هغه کسان چې سګرېټ یې پرېښی وی، ۶۰ سلنه یې په لومړۍ اوونۍ کې بیا سګرېټو ته ستنېږی.

لنسېټ وایی د نېکوتینو د ماتېدلو بڼه پیدا کول، له سګریټو پرېښودو سره مرسته کولی شی. بل پلو څېړوونکی وایی نورې څېړنې هم باید وشی چې د وینې کتنې څه ګټه رسولی شی. په سګرېټو د اخته کېدو لامل نېکوټین وی. سګرېت څکوونکو ته هغه وخت د سګریټو څکولو احساس ورځی، چې د نېکوتینو اندازه یې په وجود کې کمه شی او انسان غواړی سګریټ وڅکوی.

خو د مختلفو کسانو وجود نېکوتین په بېلابېلو بڼو سره ماتوی او له منځه وړی. په سګرېټو د اخته کېدو لامل نېکوټین وی. سګرېت څکوونکو ته هغه وخت د سګریټو څکولو احساس ورځی چې د نېکوتینو اندازه یې په وجود کې کمه شی او انسان غواړی سګریټ وڅکوی

ځینې ساینسپوهان وایی، هغه کسان چې ژر نېکوتین ماتوی یا حلوی کېدای شی زیات سګرېټ وڅکوی او پرېښودل یې هم ګران کار وی. په دغه څېړنه کې د امریکا د پېنسلوانیا پوهنتون ۱۲۴۰ کسانو برخه اخیستې وه. دوی د هر رضاکار وینه کتلې وه چې وګوری نېکوتین یې په وینه کې څومره تېز ورحلېږی.

دغو کسانو ته نېکوتین او ورینیکلاین درمل ورکړل شوی و.

یواځې ډاګتران کولای شی ناروغانو ته ورینیکلاین درمل ورکړی ځکه د دې وېره وی چې انسان په عصبی ناروغۍ اخته کولی شی. ساینسپوهانو معلومه کړې، د هغه کسانو وینه کې چې په عادی ډول نېکوتین حل کېږی او ورینیکلاین استعمالوی د هغو کسانو په پرتله چې د نېکوتینو متبادل کاروی د سګرېټ پرېښودو ښه چانس لری. د هغو خلکو په وینه کې چې نېکوتین په کې په ګرانه حل کېږی او ورینیکلاین استعمالوی کامیابی یو شان ده. خو په نورو ناروغیو د اخته کېدو وېره یې زیاته ده. یوه مشر پروفیسر کیرن لیرمن وویل که چېرې دغه څېړنې وکارول شی کېدای شی د سګرېټو پرېښودو کې ښه پرمختګ وی.

 

Comments are closed.