وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

چین د ورېښمو لارې د جوړولو له پاره ۴۰ میلیون ډالر لګوی

د چین ولسمشر شی جین پینګ اعلان کړی، چې د ورېښمو د تاریخی لارې د جوړلو په برخه کې به ۴۰ میلیونه ډالر مصرف کړی. مخې ښاغلی پینګ دغه اعلان تېره ورځ وکړ، او ویلی یې دی، چې د دې له لارې له جوړلو یې مقصد په آسیا کې اقتصادی وده او د اقتصادی بازار موندنې بنسټیز کول دی.  د چین د ولسمشر په خبره دغه پروژه به د ورېښمو د لارې له صندوق سره د مرستې په نوم وی او ۴۰ میلیونه ډالر پانګونه به پرې وشی. نوموړی دغه څرګندونې د اسیا هېوادونو تر منځ د اقتصادی همکارۍ یا اپک د غونډې په څنډه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې د ورېښمو د لارې پروژه د دوی په لومړیتوبونو کې ده تر څو په اسیا کې ورسره اقتصادی راکړه ورکړه زیاته شی. د چین ولسمشر دغه څرګندونه په داسې حال کې کوی، چې ولسمشر غنی هم چین ته د خپل سفر پر مهال دغه هېواد وهڅاوه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړی او د دغه پانګونې له پاره د ورېښمو تاریخی لار ورغوی. ښاغلی غنی د چین له سفر څخه وروسته په کابل کې هم د چین له یوه پلاوی سره په یوه کنفرانس کې وویل، چې هڅه کوی، د واخان بند له لارې له چین او نورو اسیاسی هېوادونو سره د راکړې ورکړې په موخه کار وکړی. په ورته وخت کې اقتصادی شنونکی وایی، که د ورېښمو تاریخی لار جوړه او پرانستل شی، نو په رېښتینې توګه په د افغانستان په اقتصاد کې مثبت بدلون راشی.

 

Comments are closed.