وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

بې حجابی دیوې مسلمانی میرمنی شان نه دی

بې حجابی دیوې مسلمانی میرمنی شان نه دی، مسلمان هغه څوک دی، چی دشریعت اصولوته پابند اودحضرت محمدصلی الله علیه وسلم ارشادات عملی کوی،هغه میرمن کامله مسلمانه نه بلل کیږی، چی خپل حسن، قیمتی جامې اوګېڼه پردو سړوته ښکاروی،هغوی په دې خوښوی وی،چی سړی یې ووینی اوبیایې دحسن اوښائست ستاینه وکړی، خوپه اصل کی داستاینه نه، بلکه دهغې غیبت دی، ځکه له دې څخه څرګندیږی، چی داښځه یوه بې ستره ښځه ده، الله تعالی په قرآن کریم کی وایی، چی تاسوخپل ښائست پردو خلکوته مه ښکاروئ، هغه میرمنی چی بازارونوته ځی اوعطراستعمالوی اودعطرو بوی یې دپردو سړوترپوزو رسیږی، داسی میرمنوته په حدیثوکی سخت خبرداری ورکړل شوی.

داسی میرمنی اسلامی اصولوته پابندی نه دی اونه هم داسلام په قانون ځان خبروی، میرمن باید حیاء ولری ځکه حیاء دایمان یوه برخه ده، یعنی که په چا کی حیاء نه وی، نوایمان به یې بشپړنه وی، دنامسلمانوتقلیدکول په اسلامی ټولنه کی دبې حیایی اوبې ستری سترلامل دی، دنامسلمانودتبلیغاتوبرعکس دښځی عزت اوحقوق دانه دی، چی هغه دی بربنډه وی، بلکه دیوې مسلمانی میرمنی حق دادی، چی اسلامی علم زده کړی،غوره اخلاق خپل کړی، دکورټولی چاری په ښه ډول سمبال کړی…

همدارازیوه نوی فتنه دمیرمنولپاره چی راولاړه شوی، تلویزونونه دی، په تلویزونوکی دبې ستره میرمنو ښکارول، کارپکښی کول اودغرب په تمدن لړلې زهرجنی ډرامې اوفلمونه ښکارول، هغه څه دی، چی دمیرمنوعزت اوعفت ته سخت ګواښ راولاړوی، ددې فلمونوپه کتلوسره په کورنۍ کی بې حیایی خپریږی، ټولنه خرابیږی، ماشومان دمدرسې اومکتب په ځای په همدې غیراسلامی فلمونوبوختیږی،

وخت یې ضائع کیږی، ذهن یې مشوش کیږی، حیاءیې له منځه ځی اوله خپل اسلامی تمدن سره ناآشناکیږی، دغرب او نامسلمان تمدن او ژوند به خپل هدف ګرځوی، چی په دې سره به یې دین اودنیادواړه خراب شی،همداراز له اسلامی اصولواوزده کړی بی برخی کیږی، چی ډیرځله په کورنۍ کی دګڼوستونزولامل ګرځی، په اکثره اسلامی هیوادونوکی ډیری داسی ډرامې نشریږی،چی په هغوکی میرمنی له خپلوکورونو څخه تښتی، یاخپل ځان ته اور وراچوی اویا له پردیوسړوسره مینه کوی، نوپایله یې داشی، چی دکورمیرمنی هم همداسی عملونه کوی، اوس مهال له کورونوڅخه دنجینوتښتېدل، ځان ته اور اچول، ځان وژل اوله پردوسره سړوسره ناروا اړیکی ساتل ډیرشوی دی، له دې لسوکلونوراهیسی په افغانستان کی دمیرمنودځورونی ډیری پیښی مخی ته راغلی، ډیری میرمنی دسړوله لوری له ځورونی سره مخ دی، په میرمنواوماشومانوجنسی تیری زیات شوی،خوددې ټولولامل بې ستری، دبی حیاء فلمونو کتل او د غربی کلتور اغیزې دی.

 

 

 

Comments are closed.