وب سایت خبر گزاری عقاب نیوز | Oqab News
عقاب نیوز، خبرگزاری عقاب | Oqab News

اسلام او ځوانی

د ځوانۍ داسې ستر او قیمتی دولت باید د پوره مسلمان امت د ګټې له پاره وقف شی، مګر داسې نه ده!
کله خو د دې دولت څخه ګټه اخیستل کیږی، د خیر، ښیګڼې او سمښت له پاره استعمالیږی او کله بیا د دې په بې قدری کولو سره د شر، فساد، بربادۍ او نورو ناروا کړنو کې مصرفیږی.

د ځوانۍ ځواک، قوت، اثرات او د دې شجاعت ډېر د اهمیت وړ دی.

کله-کله دا انقلابی صفتونه د خیر، بهترۍ او اصلاح له پاره بنسټ جوړیږی، د ظاهری کړنو په مضبوطول سره مسلمان امت ته ګټه رسوی، په ناموافقو حالتو کې د دوى پر کړنو باور کیږی، ځوانان د خپلو ځانو او نورو د اصلاح په کړنو مشغوله کیږی؛ لیکن کله بیا د دې بر عکس دا صفتونه د انسانی او جنی شیطانانو مرستندوى جوړیږی، د فساد خپرول، وینه تویول او تخریب کاری بلکې تر قتل پورې نوبت رسیږی.

ځوانی د حال او راتلونکی له پاره یو ژوند او ځواک دى، دا ځواک خو کله فضلیت لاس ته راوړی، عزت، ځان او مال او د وطن څارنه، صحیح عقیده او د ریښتینی دین د بلنې طرف ته متوجه کیږی او کله بیا د راتلونکی خرابول، امت ضائع کول، د هغوى افکار خپرول، اسلامی مبادی خرابول او باطل خیالونه د پړه کوونکو اهل باطلو شوخو شعارو د ادا کولو ذریعه جوړیږی. د ځوانانو ذات ډېر ستر دى، هغه د قوت او خوځښت له اړخه د اوسنی عصر ګلان دی، په دوى کې باریک بینی وی، د هغوى یو خاص حالت وی، د هغوى ستونزې او مرضونه هم ډېر زیات دی، که دوى په خپل چاپېریال کې د هغو صفتونو سره یو ځاى اوښتون او خوځښت وکړی نو د مسلمان امت د سرپرستو د شفقت سایه به تر لاسه کړی.

دا هغه ځوانان دی چې سبا مرد مجاهد ترې جوړیږی، د امت د کامیابۍ او ترقۍ له پاره ښوونه کوی، ددینی فکر د لوړولو والا جوړیږی، مشرتوب او د ملک د سترو-سترو منصبونه چارې ور د غاړې کیږی.

هم دا ځوانان دی چې د اسلام په صدر کې مخ-مخ ته وو. د حضور اکرم صلى الله علیه وسلم چار-چاپیره راټول وو، د نبوت او رسالت راسته بازوګان اوسیدل.

دا ځوانان پرون بچیان وه، د کور او مدرسې د ښوونې تر لاسه کولو څخه وروسته د نژدې او لیری ماضی د میراث اوچتولو والا شول، د خپلو پلرونو او نیکونو، خاندان او قبیلې د خویونو او د زمانې د ثقافت سنبالولو والا شول، په خپل سیرت سره ځلا لرونکې شغله غوندې و اوسېدل.

قران مجید هم د هغوى رعایت کړى، د الله تعالى مرسته او اسلامی روزنه دوى ته حاصلیدله، په شریعت او فقه کې دوى ته ځانکړی احکام نازل شول، د جهاد په میدان کې دوى د نور غوندې وځلېدل او د ګمسان په جنګ کې یې د بې اندازې بهادرۍ ښکارندویې وکړ، ډېرو له هغوى څخه د مشرتوب او سر مشر نیکمرغی تر لاسه کړه… او نورو ډېرو بیا د الله تعالى په کومک سره د شهادت د جام شرف تر لاس کړى…

اصلاح

 

 

Comments are closed.